مهم معلومات
د .....................سره د Unis-Cité Coop'R سره
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
په رینس کې مدني خدمت وکړئ (د پیوستون ماموریت + فرانسوي زده کړه)
دا څه دي ؟
کوپر (Coop'R) د مدني خدماتو برنامه ده چې د مهاجرینو لپاره وقف شوی دی چې د یوني ستي (Unis-Cité) ټولنې لخوا تنظیم شوی. د دوی د پیوستون ماموریت د 20 ځوانانو په یوه ټیم کې ترسره کیږي: 10 کډوال د 10 فرانسوي ژبو یا فرانکوفون کسانو سره (تل د څو کسانو سره - لږترلږه یو کډوال - فرانکوفون په ګډه کار کول).
دا په مختلفو برخو کې د ماموریتونو ترسره کول دي. د 8 میاشتو ژمنتیا او تعهد چې موخه یې ملګري پیدا کول او په فرانسه کې ادغام کیدل دي.
برنامه په اکتوبر کې پیل کیږي او د جون په میاشت کې پای ته رسیږي (28 ساعته، په اونۍ کې 4 ورځې).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
دا ټولنیز خدمت تاسو ته اجازه درکوي چې فرانکوفون کسانو سره یوځای خدماتو وړاندې کولو له لارې د ګټورو کارونو او فعالیتونو په ترسره کولو او په ښه چاپیریال کې د فرانسوي ژبې کچې ته وده ورکړئ. فرانسوي کورسونه په کې شامل دي.
تاسو به وکولی شئ په بیلابیلو برخو کې د نورو کسانو لپاره ګټور ماموریتونه ترسره کړئ او له همدې لارې نوي شیان ومومئ او زده کړئ.
د ټولنیز خدمت کونکي حیثت لرلو سره به تاسو وکولی شئ په میاشت کې د610 یورو تخصیص او معاش څخه هم ګټه پورته کړئ.
د 113 یورو زیاتوالی د ټولنیزو معیارونو پراساس ممکن دی (د سکالرشپ یا بورس لرونکو زده کونکو او د هغو کورنیو غړو لپاره چې ایغیسا RSA ترلاسه کوي).
ټولنیز خدمت کولی شي ستاسو لپاره ددې فرصت هم شي چې خپلې راتلونکي لپاره ځان اماده کړئ او له تاسو سره ستاسو د راتلونکي پلان او مسلکي پروژي په جوړولو کې هم مرسته وکړي.
لږترلږه 3 ډله ایز ورکشاپونه او 3 انفرادي مرکې به د کال په جریان کې تنظیم شي، د مسلکي مرکو لپاره چمتووالی، او نور.
تاسو به خپل ټولینز خدمت د 20 ځوانانو (10 فرانسوي او 10 مهاجرینو) په ډله کې ترسره کړئ چې د یو بل سره د کارونو په ترسره کولو کې مرسته کوي. موږ هیڅکله په Unis Cité کې یوازې نه یو! له همدې امله دا یو فرصت دی چې د خپل هم عمره نورو کسانو سره هم ووینئ او لیده کاته وکړئ.
ستاسو ماموریت به تاسو مختلف جوړښتونو او بنسټونو سره اشنا کړي او تاسو به د بېلا بیلو رشتو او مسلکونو تجربه لرونکو کسانو سره لیدنې کتنې وکړی لکه (رهبری، پاملرنه، له خلکو سره مرسته، ډیجیټل ټکنالوژی...) ترڅو له یاد چاپیریال سره اشنا شئ او ارتباطات جوړ کړئ.
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون شمیره: 02233517156
- موبایل (واټس اپ/ټلیګرام): 0785411175
- بریښنالیک: rennes@uniscite.fr
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي