Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د "Passeurs de cultures" - Migrantour سره

Bastina
د.........لخوا وړاندیز شويBastina

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ګډون کچهتقریبا 2 ساعتونه هره غونډه

کلتوري فعالیتونه او سفرونه تنظیم کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 ans

دا څه دي ؟

د پاریس په سیمه د مهاجرینو او جلاوطنو کسانو لپاره تفریحي سفرونه ترسره کیږي ترڅو د دوی په معلوماتو او له ښار او کلتور سره اشنایي زیاته شي: "د کلتورونو مسافرین" راځي او په یوه ځانګړې ساحتي ځای، یوه مشهوره سیمه یا یوه میوزیم (د اروپایی مهاجرینو پروګرام ) کې خپلې کیسې بیانه وي او شریکه وي.

لومړی ګام دا دی چې د "پاسور دی کلتور" روزنه ترسره کړئ ترڅو زده کړئ چې څنګه د مسلکيانو او د پوهنتون زده کونکو سره کلتوري ناستي او سفرونه تنظیم کړئ.

ورسته مهاجرین کولی شي دغه ډول ناستي یا تفرحي سفرونه جوړ او تنظیم کړي ترڅو د خپل مسیر، تجربو، او په فرانسه کې د خپلو تجربو په هکله خبرې وکړي. دوی د کلتوري هویت او تجربو د شریکولو لپاره د یوې سیمې، محلي یا یادګار ځآی سره خپله شخصي اړیکه کاروي.

موخه دا ده چې د ښارونو په تاریخ کې د مهاجرینو انځور بدل کړای شي.

یادونه: دا هم امکان لري چې پرته له تنظیم کولو څخه یوازې په تفریحي سفر یا فعالیت کې برخه واخلئ.

په پاریس او ایل-دی-فرانس سیمه کې څو تفریحي سفرونهوړاندیز شوی دي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د هر کلتورې سیاح او تجربه لرونکې کس سره د هغه د تجربې او ځانګړې میتود څخه په استفادې د پلازمینې او د پاریس شاوخوا ښارونو څخه لیدنه وکړئ.

د مختلفو خلکو سره د شیبو شریکول: د بیلګې په توګه د لا کورنیو (La Courneuve) سیمې یو ایټالوی سوداګر، د 15 مې آرونډیسمینټ یو پاریسي شخص (un parisien) ، د شوزي Choisy سیمي یو هسپانوی چاپګر، د سینټ ډینس څخه الجزایری اشپز، د سیرګي د بازار یو باغبان ... چې هلته د اوږدې مودې راهیسې ژوند کوي او یا څوک چې په نږدې وخت کې ښار ته راغلي وي.

د یوې محلي یا سیمې، یو کاروبار، یو یادگار، یو جشن، خواړه، جامو، یوې ژبې او داسي نورو شیانو په اړه د د خبرو اترو کولو سره تفریحي سفر وکړئ،

تنظیم کونکي او په تفریحي سفر کې برخه اخیستونکي به یو قوي ټولنیز اړیکه رامینځته کړي او په سیمه کې به د مهاجرت د اهمیت په اړه زده کړي.

د کلتورونو لارښوودانو او رهنمای کوونکي ته د مسلکيانو په څیر د دغه ډول فعالیتونو په مقابل کې پیسې ورکول کیږي.

ګډونوال کولی شي د وړیا تفریحي او کلتورې سفرونو څخه خوند او ګته واخلي.

څنګه یې وکړو ؟

دلته کلیک کولو سره د تفریحي او کلتورې فعالتونو پروګرام سره ویب پاڼې ته لاړ شئ.

د دې سره دې ایمیل (voyagesiproche@bastina.fr) ته بریښنالیک واستوئ:

- د تفریحي سفر نوم،

- نیټه

- د برخه اخیستونکو شمیر

- له تاسو سره د تماس په موخه یو بریښنالیک یا ګرځنده تلیفون شمیره هم ولیکئ.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

xavidumxavidumاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
youyouد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
sheilaoisesheilaoiseد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
migrantour parismigrantour parisایډیټر او کره کتونکی