د مسلکي ادغام لپاره فرانسوي زده کړئ
سره د Ancrages سره
دا څه شی دی؟
د یوې بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژبې روزنیز کورس د هغو خلکو لپاره دی چې غواړي د خپلې ژبې کچه ښه او لوړه کړي، په ځانګړې توګه په مسلکي شرایطو او چاپیریال کې د خبرو اترو لپاره.
یادونه: د ژبې زده کړې روزنه د کال په اوږدو کې په دوه دورو کې چې هره یوه یې په 60 درسي ساعتونو کې تنظیم شوي ده.
دا د چا لپاره دی؟
له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
13 - Bouches-du-Rhône
له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
13 - Bouches-du-Rhône
ولې دا په زړه پورې ده؟
د خپلې فرانسوي ژبې کچه لوړه او بهتره کړئ
ددې برنامې هدف دا دی چې د شخصي یا مسلکي پروژې ترسره کولو لپاره په فرانسوي ژبه کې د اړتیا وړ کچه ترلاسه کړي.
د DELF لپاره چمتو کیدل
تاسو کولای شئ ددې فرصت ولرئ چې DELF (د فرانسوې ژبي د زده کړو ډیپلوم) A2 یا B1 کچي ته اماده ګي او چمتو والی ونیسئ.
په خپل لټون کې ډیره خپلواکي ترلاسه کړئ
دا روزنه تاسو ته اجازه درکوي چې په خپل ورځني لټون او چارو کې خپلواک شئ. .
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د ثبت او نوم لیکني شرایط
- یو بهرنی اوسئ چې د اروپایی اتحادیې تابعیت نلري او په فرانسه کې اوسیږي یا د 5 کلونو څخه کم د استوګنې جواز لری.
- د ادغام یوه پروژه ولرئ چې د روزنې اهدافو سره مطابقت ولري
- د دې وړتیا ولرئ چې په فرانسوي کې په لنډو، ساده جملو کې په شفاهي او لیکلي ډول خبرې وکړئ (د CEFR کچه A1)
- وخت ولری او د روزنې مهالویش ته ژمنتیا ولری او خپل حضور تثبیت کړی.
يادونه: انکریجز او ان جویل برتیر(Ancrages et Anne-Joëlle BERTHIER ) د FLE روزونکی ثبتکونکو ته وړاندیز کوې چې د زده کونکو وړتیا وڅیړي، دواړه د ژبني شرایطو (د A1 کچه په شفاهي او لیکلي ډول) او د داخلې شرایط ( په ځانګړي ډول لومړۍ راغلي کسان، او قانوني اسناد لرونکي).
نوم لیکنه او راجستریشن
- مخکې ثبت نام کول: د اړیکو فورمه باید بشپړه کړئ، انکریجز (Anc rages ) د مخکیني شمولیت ارزیابي مرکې وړاندیزکوي که چیرې د کاندید پروفایل په شرایطو برابر وي.
- د مخکیني موقعیت ارزیابي ورځې: د مخکې ثبت شوي کسانو انفرادي مرکه او ارزونه.
- نهایي او حتمي ثبت نام: مخکې له مخکي ثبت شوي او انتخاب شوي کسان د راجسټریشن یا نوم لیکني تایید ترلاسه کوي او یا د اړتیا په صورت کې د دوباره معرفي او رهنمای وړاندیز ترلاسه کوي.
اړیکه
بریښنالیک: formationlinguistique@ancraages.org