د دندې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د PACEA (کلیرمونټ میټروپول سیمه ایز ماموریت) سره

د دندې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ

سره 
د PACEA (کلیرمونټ میټروپول سیمه ایز ماموریت) سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 20 janv. 2022

دا څه شی دی؟

دا د محلي ماموریت یوه برنامه ده چې (د 16 او 25 کلونو ترمنځ) ځوانانو سره د هغوی د مسلکي پروژې په تعریف، رامینځته کول او کار موندلو کې مرسته کوي. دا برنامه د PACEA په نوم یادیږي.

د هر ځوان لپاره چې له دې برنامي سره یوا ځای کیږي، سیمه ایز ماموریت د هغه سره په شخصي توګه مرسته کوي او د دندې موندلو کې ورسره مرسته کوي. د وضعیت او اړتیاو په پام کې نیولو سره ممکنه ده چې مالي تادیه یا مرسته هم ورسره وشي (497 یورو اعظمي که چیرې ځوان نورې مرستې نه ترلاسه کوي).

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
موده

24 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
0
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

63 - Puy-de-Dôme

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
موده

24 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
0
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

63 - Puy-de-Dôme

ولې دا په زړه پورې ده؟

د یوه ټاکلي مسؤول سره انفرادي ملاتړ

دا ملاتړ ځوان ته اجازه ورکوي چې لاندې مطالبو ته لاس رسی ولري:

  • یوټاکلی او مشخص مسؤول کس په حیث د خپل مرسته کونکي ولري
  • منظمي انفرادي غونډې ولري
  • په ډله ایزو ورکشاپونو کې د ګډون امکان
  • د سیمه ایز ماموریت عمومي خدماتو وړاندیز ته د لاسرسي ولري.

ممکنه مالي مرسته

د هر کس وضعیت پورې اړه لري، یوځوان کولی شي د مالي تادیې یا مرستي څخه هم ګټه پورته کړي (د شرایطو سره تړلي مرسته).

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

راشئ له موږ سره ووینئ!

تاسو کولی شئ د ملاقات وخت لرلو څخه پرته په مرکزي دفتر کې د ماموریت ځایي مشاور سره په لاندې پته لیدنه ترسره کړئ :

64 Boulevard Léon Jouhaux à Clermont-Ferrand

  • دوشنبه، چهارشنبه او پنجشنبه د سهار له 8:30 بجو څخه تر 11:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 4:30 بجو پورې.
  • چهارشنبه د ماسپښین له 1:30 بجو څخه تر 4:30 بجو پورې
  • جمعه د سهار له 8:30 بجو څخه تر 11:30 بجو پورې

دلیدنی لپاره وخت واخلئ

دا هم ممکنه ده چې له مرکزې دفتر دفتر څخه بهر په یو کارې ځای کې د مشاور سره د لیدو لپاره وخت ونیسئ.

د دې لپاره، تاسو کولی شئ د تلیفون له لارې ( 04.73.42.17.57) شمیرې ته زنګه ووهئ یا د ځایی ماموریت استقبال ته مراجعه وکړئ (64 Boulevard Léon Jouhaux à Clermont-Ferrand).

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Mission Locale

Mission Locale Clermont Métropole