Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره CENTRE ESSOR 63

Forum réfugiés
د.........لخوا وړاندیز شويForum réfugiés

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, پناه غوښتونکي

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

روغتايي او رواني ملاتړ او مرسته ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي 6 місяців тому

دا څه دي ؟

د فورم ریفیوجي اتحادیې ESSOR 63 مرکز د هغو خلکو سره وړیا مرسته او ملاتړ کوي چې رواني رنځونه یا ستونزې لري چې د جلاوطنۍ سره تړاو ولري، او هغو کسانو سره چې د تاوتریخوالي یا شکنجې قربانیان دي.

دا مرکز د جنس، عمر او تابعیت له توپیر پرته د ټولو نویو راغلو کسانو، کډوالو او پناه غوښتونکو هرکلی کوي.

مهمه یادونه: ستاسې په ژبه کې یو مسلکي ژباړونکی په منظم ډول شتون لري که چیرې ستاسې د فرانسوي ژبې کچه تاسې ته اجازه نه درکوي چې په اسانۍ سره خپلې ستونزې بیان کړئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د خپل هیواد او چاپيریال پریښودل، کله ناکله د خپلې کورنۍ او عزیزانو پریښودل خورا ستونزمن کار دی. فرانسې ته رسیدل ځینې وختونه د تاوتریخوالي او ستونزې په توګه تجربه کیدی شي، او د جلاوطنۍ مسیر، ډیری وختونه خورا پیچلي، د رواني او یا فزیکي صدماتو او ټراوماتیزم سرچینه کیدی شي.

تاسې ممکن د نوي چاپریال یا ورځني ژوند د رامینځته کولو په موخه خبرو کولو، شریکولو، ملګرتیا او ملاتړ کیدو اړتیا احساس کړئ. د ESSOR 63 مرکز ټیم تاسې ته ښه راغلاست وايي او تاسو ته غوږ نیسي، ترڅو تاسې ته ستاسو د اړتیاوو سره سم د مرستې وړاندیز وکړي. د پاملرنې پدې پروسه کې تاسې یو طرف یاست او اساسي رول لرئ، او ارواپوهان ستاسې سره تر هغه وخته پورې چې تاسو یې وغواړئ مرسته او ملاتړکوي.

که ستاسې د فرانسوي ژبې کچه تاسو ته اجازه نه درکوي چې خپل نظرونه او احساسات په ارامۍ او اسانۍ سره بیان کړئ، موږ ستاسې په ژبه کې یوه مسلکي ژباړونکي ته بلنه ورکوو.

هغه کولی شي ستاسې د لیدنې پرمهال د ډاکټر او یا ارواپوه سره په حضوری ډول شتون ولري یاد تلیفون له لارې شتون ولري ترڅو ستاسو تر منځ خبرې اترې اسانه او ژباړه وکړي.

د ESSOR 63 پاملرنې مرکز د جنس، عمر یا تابعیت په پام کې نیولو پرته د ټولو نویو راغلو کسانو لپاره وړیا انفرادي او کورنۍ مشورې وړاندې کوي .

څنګه یې وکړو ؟

دا کیدای شي د روغتیا متخصص، ټولنیز کارمند، د زده کړې متخصص، یا رضاکار وي.


دا کس د اورینټیشن یا معرفي کیدو فرمه ډکوي، او د ESSOR 63 مرکز ټیم ته یې د لاندې بریښنالیک له لارې لیږي: centressor63@forumrefugees.org .

دا هم امکان لري چې یادې پتې ته د بریښنالیک لیږلو له لارې د اورینټیشن یا معرفي کیدو دوسې غوښتنه وکړئ.

د ESSOR 63 مرکز ټیم د مسلکي کس او یا مستقیم له تاسې سره په تماس کې کیدو له لارې د لارښوونې یا معرفي کیدو غوښتنې ته ځواب ورکوي.

تاسې همدارنګه کولی شئ د ESSOR 63 مرکز ته هم لاړ شئ، غوره دا ده چې د لاندې شمیروله لارې د تماس نیولو ورسته لاړ شئ: 0463468980 یا 0614967166

د ESSOR 63 مرکز موقعیت او پته:

5 Rue du Torpilleur Sirocco
63100 CLERMONT-FERRAND

دا د ټرام A او بس لاین 22 له لارې د لاسرسي وړ دی، د " Croix de Neyrat " تم ځای یا سټاپ.

د ESSOR 63 مرکز کاري وختونه په لاندې ډول دي:
- سشنبه، د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 5 بجو پورې ،
- چهارشنبه ، د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 6 بجو پورې (په جوړه اونیو کې د ماښام 7 بجې)
- پنجشنبه ، د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 5 بجو پورې.

د یو مسلکي کس لخوا د لارښونې وروسته، یا کله چې ستاسې د لیدنې وروسته تاسې ته د ملاقات وخت درکړل شي، تاسې به د هرکلي لومړۍ مرکې څخه ګټه پورته کړئ.

تاسې به د یو ارواپوه او احتمالا د یو عمومي ډاکټر سره لیدنه ترسره کړئ، ترڅو ستاسې وضعیت او اړتیاوې وڅیړي.

ستاسې د هرکلي لومړۍ لیدنې یا مرکې وروسته، دوی به ستاسې له اړتیا سره سم مناسبي تعقیبي روغتیايي مرستې وړاندیز وکړي. تاسې اختیار لرئ چې دا ومنئ یا نه.

که د ESSOR 63 مرکز ستاسې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مناسب ځای نه وي، نو متخصصین کولی شي تاسې ته د نور بدیلونه یا امکاناتو وړاندیز وکړي او تاسې ته د نورو سیسټمونو په لور لارښوونه وکړي چې له تاسې سره مرسته او ملاتړ وکړي.

تاسې د دې فرصت هم لری چې پریکړه وکړئ چې د تعقیب یا مرستي د پیل کولو دمخه غواړئ انتظار وکړئ. په دې حالت کې، تاسې کولی شئ هرکله چې وغواړئ له مرکزه سره اړیکه ونیسئ کله چې احساس وکړئ چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره چمتو یاست، نو مرکز به تاسې ته وخت درکړي.

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
marianne georgesmarianne georgesاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
basheer al ghothanibasheer al ghothaniد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
verotangoverotangoد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
ellie 04ellie 04د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olgamyolgamyد صفحي پورته برخه
essor 63essor 63ایډیټر او کره کتونکی