Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د La Mission Locale Clermont Métropole et Volcans سره

Mission Locale Clermont Métropole
د.........لخوا وړاندیز شويMission Locale Clermont Métropole

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهد 3 او 6 میاشت ترمنځ

دا چېرته دی ؟

ملاتړ ترلاسه کړئ او فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

دا څه دي ؟

دا د 16 څخه تر 25 کلونو پورې د بهرنيو ځوانانو لپاره انفرادي ملاتړ دی چې په فرانسوي ژبه ښې خبرې نشی کولای.

ددې موخه په فرانسوي ژبه کې پرمختیا (د ژبې روزنې سره) او د کار یا مسلکي روزنې موندل دي.

یادونه: دا ملاتړ د PIAL (د ژبې د زده کړې له لارې د ادغام کورس) نومیږي. دا د کلیرمونت میتروپول او ولکانز محلي ماموریت ( Clermont Métropole et Volcans) لخوا وړاندیز کیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

ځوانان به د انفرادي مرستې څخه ګټه پورته کړي

  • له دوی سره به د عامه قانون برنامي ته لاس رسي کې مرسته کیږي (لکه د ځوانانو د ښکیلتیا تړون، د دویم چانس ښوونځي، او داسي نور)
  • او یا که چیرې ددوی وضعیت دوی ته اجازه ورکړي، نو روزنې یا د کار بازار ته مستقیما لاسرسي کې مرسته.

ملاتړ او مرسته کیدونکی ځوان به وکولی شي چې د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) په چوکاټ کې د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې (OFII) د ژبې تکمیلي روزنې کورسونو ته لاسرسی ومومي.

هر ملاتړشوی یا مرسته شوی ځوان کولی شي تخصیص یا بورس ترلاسه کړي، چې مالي مرسته ورته ویل کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ پرته د ملاقات وخت اخیستو څخه په مرکزي دفتر کې د محلي ماموریت ځایي مشاور سره په لاندې پته لیدنه ترسره کړئ:

64 بولیوارډ لیون جوهاکس په کلیرمونټ فرینډ

64 Boulevard Léon Jouhaux à Clermont-Ferrand

  • دوشنبه، چهارشنبه او پنجشنبه د سهار له 8:30 څخه تر 11:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 4:30 بجو پورې.
  • چهارشنبه د ماسپښین له 1:30 بجو څخه تر 4:30 بجو پورې
  • جمعه د سهار له 8:30 بجو څخه تر 11:30 بجو پورې

دا هم ممکنه ده چې له موږ سره د لیدني لپاره زمونږ په نورو مراکزو کې د ملاقات وخت واخلئ.

د دې لپاره تاسو کولی شئ د تلیفون له لارې د ملاقات وخت واخلئ (04.73.42.17.57) یا د ځایی ماموریت استقبال ته لاړ شئ (64 بولیوارډ لیون جوهاکس په کلیرمونټ فیرنډ کې).

64 Boulevard Léon Jouhaux à Clermont-Ferrand

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
basheer al ghothanibasheer al ghothaniد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
jospribjospribد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
oksanka_blazeoksanka_blazeد صفحي پورته برخه
coralie alvescoralie alvesایډیټر او کره کتونکی