Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د Univ'R44 سره

Univ'R44
د.........لخوا وړاندیز شويUniv'R44

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 12 اونۍ

دا چېرته دی ؟

په مسلکي پروژه کې ملاتړ ترلاسه کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 ans

دا څه دي ؟

یونیوآرUniv'R44 د مهاجرت اسنادو لرونکو افرادو سره د هغوی په مسلکي پروژې کې د اشخصي ملاتړ وړاندیز کوي.

د Pass'Univ'R غونډو په جریان کې کسان غوره کیږي یا زموږ د شریکانو شبکې ته راجع کیږي.

بیا ګټه اخیستونکي یا ګډونکونکي ارزول کیږي ( Univ'R 360° ) ترڅو د دوی وضعیت سره سم د ملاتړ کورسونه ورته چمتو کړي.

د Univ'R PRO کورسونه ورکشاپونه، مرکې، د فرانسوي ژبې تخنکي کورسونه او همدارنګه د ګډونوکونکو سره د مرستي په موخه داسي شرایط برابروي چې یوه دنده ومومئ او یا یوه روزنه ومومئ.

یادونه: دا پروژه د څلورو دخیلو اړخونو لخوا پرمخ وړله کیږي چې هر یو یې خپل مهارتونه لري (لوړې زده کړې، حرفوي زده کړې، متشبثیت، ټولنیز ملاتړ) لکه د نانتس پوهنتون، د SOS سولیډیریټس یا پیوستن ګروپ، د متشبثنو ملي ټولنه، د تور دی فرانس ملاتړي.

Université de Nantes, Groupe SOS Solidarités, Association Nationale Les Entrepreneuriales, Les Compagnons du Tour de France.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

ستاسو د ملاتړ په جریان کې، موږ د هغو ستونزو په اړه کار کوو چې تاسو په مسلکي کچه او په ټولنیز او کورنۍ کچه ورسره مخ یاست، لکه (کور، حقونوته لاسرسی او ساتنه، خوځښت، اوداسي نور).

موږ دا ستاسو په ځای نه کوو. تاسو په خپله مسلکي پروژه کې اصلي لوبغاړی یاست. موږ تاسو ته مشوره درکوو، ستاسو انتخابونو ته درناوی کوو.

هره میاشت تاسو کولی شئ چې له برنامي سره یو ځای شئ، دا تاسو ته ددې فرصت درکوي چې کله تاسو وخت او فرصت ولرئ ګډون وکړئ.

موږ ستاسو د اهدافو سره سم کورسونه ډیزاین کړي دي: روزنه کې شاملیدل، ژر تر ژره یوه دنده موندل، خپله مسلکي پروژه تاییدول او داسي نور.

د کورس یا روزنیزي دورې په اوږدو کې د Univ'R44 یو ټولنیز ارتباطي شخص له تاسو سره په چارو او اجراآتو کې د مرستي او ملاتړ لپاره شتون لري، که چیرې تاسو اوسمهال یو مشاور لری نو له هغه سره یو ځای به نوموړی مسوول ستاسو سره مرسته کوي.

څنګه یې وکړو ؟

راشئ او د Pass'Univ'R غونډو کې برخه واخلئ! د هرې میاشتې په لومړۍ او دویمه سه شنبه، موږ شاوخوا شل نوماندان ترلاسه کوو، چې موږ ورته پروژه تشریح کوو. مرکې او ازموینې موږ ته اجازه راکوي چې هغه خلک وټاکو چې په برنامه کې د داخلیدو لپاره چمتو دي او په مسلکي پروژه کار کوي.

دلته د ورکړې سند په ډکولو سره نوم لیکنه ترسره کړئ

مهرباني وکړئ بشپړ شوې فرمه د بریښنالیک له لارې بیرته واستوئ: info@univr44.fr ترڅو ستاسو نوم لیکنه په پام کې ونیول شي.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
basheer al ghothanibasheer al ghothaniد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
joubinettejoubinetteد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
compagnons du tour de francecompagnons du tour de franceایډیټر او کره کتونکی