د خپل کور د غیر صحي شرایطو ارزونه او غندنه وکړئ
دا څه دي ؟
آدیل 21 Adil مشاورین د کرایه کونکو پوښتنو ته ځواب وایي.
دوی کولی شي تاسو سره ستاسو په کور کې د ستونزو نوعیت او اندازې ارزونه کې مرسته وکړي، لکه (رطوبت، د چت د سقوط خطر، د تودوخې کار نه کول، او داسې نور). دوی تاسو ته د کرایه کونکي او مالکیت د حقونو او مکلفیتونو په اړه هم معلومات درکوي.
يادونه : هر هغه کور چې د خلکو روغتیا یا فزیکي خوندیتوب ته خطر پېښوي غیرصحي بلل کیږي.
که ستاسو استوګنځي د ناپاکو یا غیرصحي شرایطو نښې وښيي، د آدیل 21 Adil سلاکار کولی شي د یو رسمي او ثبت شوي لیک له لارې د کور خاوند یا کرایه اخستونکي طرف ته په دې اړه خبر ورکړي. که چیرې د کورمالک لخوا په مناسب وخت کې کوم ځواب معلوم نشي، هغه کولی شي، د ادیل 21 له لارې، د غیر وړ کور جوړونې کمیټې سره اړیکه ونیسي. بیا به له تاسو سره مرسته وشي ترڅو تاسو د سرغړوني راپور فورمه ډکه کړئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: کرایه دار باید د پروسي په جریان کې خپله کرایه تادیه کولو ته دوام ورکړي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د آدیل 21 Adil لخوا چمتو شوی ملاتړ په بشپړ ډول وړیا دي
دا تل اسانه او واضح نه وي چې پوه شئ چې کومه فورمه ډکه کړئ او چیرته یې واستوئ. د آدیل 21 Adil مشاور په دې پروسه کې ستاسو ملاتړ او مرسته کوي
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ موږ سره په 0380662888 شمیرې اړیکه ونیسئ
* Dijon
4 Rue Paul CABET
* Auxonne
Maison du projet - 22, Rue Thiers
د هرې میاشتې لومړۍ دوشنبه (د ماسپښین له 1:30 څخه تر 4:30 بجوپوري)
* Beaune
Maison des Associations - Rue Poterne
د هرې میاشتې لومړۍ او دریمه جمعه (د ماسپښین 1:30 څخه تر 4:00 بجوپوري)
* Chatillon sur Seine
Centre Socio-Culturel - 11 Rue Albert Camus
د هرې میاشتې څلورمه سه شنبه (د ماسپښین 1:30 څخه تر 4:00 بجوپوري)
* Chenôve
Maison du Droit et de la Justice
د هرې میاشتې لومړۍ پنجشنبه (د سهار له 9:00 څخه تر 11:45 پورې)
* Is sur Tille
Maison de l'emploi - Place du Général Leclerc
د هرې میاشتې دویمه دوشنبه (د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 4:30 بجو)
* Montbard
Centre Communal d'Action Sociale - 3 Passage Anatole France
د هرې میاشتې دویمه پنجشنبه (د ماسپښین 2 څخه تر 4 بجو)
* Quetigny
Chateau Service - 22 Avenue du chateau
د هرې میاشتې دویمه سه شنبه (د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5 بجو پورې)
*Saulieu
Centre social - 5 Rue tour des fosses
د هرې میاشتې دریمه پنجشنبه (د ماسپښین 1:45 څخه تر 4:15 بجو)
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي