روزنه ترلاسه کړئ او دنده ومومئ
سره د Tisseurs d'Avenir پروګرام

روزنه ترلاسه کړئ او دنده ومومئ

سره 
د Tisseurs d'Avenir پروګرام

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 12 nov. 2021

دا څه شی دی؟

تسوردی اونیر (Tisseurs d'Avenir) یو روزنیز پروګرام دی چې تاسو سره ستاسو د مسلکي پروژې په جوړولو کې مرسته کوي. دا پروګرام د کار او روزنې یا الترنناس برنامه ده: تاسو به کار کوئ او په ورته وخت کې به خپله رزونه هم ترسره کوئ.

اوله مرحله: 15 اونۍ د ویویرز (Weavers) سره

تاسو به زموږ سره 15 اونۍ تیره وی ترڅو تاسو د خپلې فرانسوې ژبې په ښه کولو کار وکړئ، د ډیجیټل ټیکنالوژۍ په برخه کې لکه د (کمپیوټر، لپټاپ او ټابلیټونو) کارول او زده کړه پیاوړي کړئ او په فرانسه کې د کار کولو مقرراتو او قوانینو په اړه زده کړې ترسره کړئ.

دوهم ګام: کار وکړئ او روزنه ترسره کړئ

موږ ستاسو ملاتړ کوو چې:

  • د خپلې خوښې او علاقې د کار او رزونې برنامه یا الترنناس ومومئ
  • د کاري او رزنې د برنامې په جریان کې (کله چې تاسو په کار او هم په ښوونځي کې یاست).

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

د استوګنې جواز (تتخ دی سیجور) یا رسپیسي ولرئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 29 کاله
موده

18 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

مهم!

د استوګنې جواز (تتخ دی سیجور) یا رسپیسي ولرئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 29 کاله
موده

18 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

ولې دا په زړه پورې ده؟

موږ ستاسو ملاتړ کوو

موږ له تاسوسره د هغه دندې په موندلو کې لارښوونه او رهنمای کوو چې ستاسو لپاره مناسبه وي او د ددغه ډول دندې ترسره کولو لپاره اړینې زده کړې برابره وو.

دیوې ټولنې سره یوځای شئ

ستاسو د روزنې په جریان کې، تاسو به وکولی شئ په کلتوري فعالیتونو، د شرکتنو څخه لیدنو او ورکشاپونو کې برخه واخلئ. تاسو به وکولی شئ چې د ویویر (Weavers) ټولنې سره لیدنه هم ترسره کړئ.

یو پروګرام له نورو اړونده اړخونو سره په شراکت کې

موږ د دې پروګرام لپاره د څلورو(4) نورو جوړښتونو یا سیکتورنو سره په ګډه کار کوو، چې ستاسو په روزنه کې برخه اخلي او له تاسو سره به خپلې تجربې او معلومات شریک کوي:

  • Maison de l'Apprendre
  • Awayke
  • Webforce3
  • Le Centsept

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ

تاسو کولی شئ زموږ مرکز ته راشئ یا موږ سره اړیکه ونیسئ:

  • د بریښنالیک له لارې: angelica@weaversfrance.org
  • د تلیفون له لارې: 04 26 18 47 65
  • زموږ په ویب پاڼه کې: https://www.weaversfrance.org
یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Weavers

Weavers France