د خپلې دندې لټون کې مشورې او معلومات ترلاسه کړئ
سره د YOON France مرکزونو سره
دا څه شی دی؟
د YOON ټولنه پرته له دې چې د ملاقات وخت ولری ستاسو هرکلۍ او وړیا معلومات وړاندې کوي. هره میاشت څو ځله له تاسو سره ګوري چې وختونه او ورځي یې په «زه څنګه ځان بوخت کړم» "comment je m'engage" برخه کې کتلای شئ.
ستاسو هرکلۍ په یو ښه چاپیریال کې ترسره کیږي او په فرانسه کې د کار لټون په اړه د مشورو څخه ګټه پورته کړئ.
تاسو به په لاندې برخو کې معلومات او مشوره ترلاسه کړئ:
- په فرانسه کې د کار موندلو لارې چارې
- په فرانسه کې د مسلکي قوانینو او کوډونو په اړه معلومات
- ستاسو وضعیت او ستاسو مسلکي غوښتنې
- ستاسو د تجربو او مهارتونو ارزونه او وده
- ستاسو مسلکي کړنلارې او پروسیجرونه.
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
69 - Rhône
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
69 - Rhône
ولې دا په زړه پورې ده؟
په سي وي CV کې مشورې ترلاسه کړئ
څنګه د خپل حالت سره سم یوه مناسبه سي وي CV جوړ کړئ؟
څنګه خپله سي وي د فرانسوي مسلکي کوډونو سره تطبیق کړئ؟
د پوښښ لیک په اړه مشوره ترلاسه کړئ
پوښښ لیک څنګه جوړ کړئ؟
دا څنګه د فرانسي له مسلکي کوډونو سره مطابق جوړ کړئ؟
یو شرکت یا یو مسلکي اړیکه ومومئ
د دندې په لټه کې د خپلې شبکې پراختیا او کارولو څرنګوالی؟ د خپلې علاقي وړ کار او کسب په اړه لټون څنګه ترسره کړئ ؟
خپل مهارتونه او تجربه په کار واچوي
ایا تاسو غواړئ خپلې تجربې او مهارتونه په کار واچوی او ښکاره کړئ؟ د خپل ځان په وړاندې کولو او معرفي کولوسره؟ ستاسو په سي وي کې؟ د کار دمرکې پرمهال؟
د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړئ او نوي حلونه ومومئ
ایا تاسو غواړئ خپل د کار لټون پلان ولیکئ (هدفونه، کلیدي ګامونه)؟
ایا تاسو د خپل ورځني ژوند تنظیم کولو او اغیزمن کیدو لپاره مشورې ته اړتیا لرئ؟
ایا تاسو غواړئ معلومه کړئ چې هغه کوم خڼدونه دي چې ستاسو د کار لټون مخه نیسي؟
د اوږدې مودې ملاتړ لرل
ایا تاسو غواړئ خپل مسلکي هدف ترلاسه کړئ؟
ایا تاسو غواړئ د خپلې دندې لټون کې مرسته او ملاتړ ترلاسه کړئ؟
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
کارې وختونه
- هره دوشنبه د ماسپښین له 2 بجو څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې په لیون اولمپیک ایشک ( Lyon Olympique Échecs) کې په لاندې پته راشئ:
- 5 place du marché, 69009 Lyon (métro Valmy). (میټرو والمي)
- یادونه: تاسو باید د شطرنج کلب ته ننوځئ او د تالار اخیرې ځای ته لاړ شئ.
- د هرې میاشتې دریمه سه شنبه، د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې، د نوح په کشتۍ (l'Arche de Noé)کې په لاندې پته راشئ:
- 3 rue Félissent، 69007 Lyon (metro D Guillotière).
- د هرې میاشتې دوهمه چهارشنبه، د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین تر 12 بجو پورې په پاساج 33 Passage کې په لاندې پته راشئ:
- 33 Rue du 8 Mai 1945، Villeurbanne (بس C17).
د تلیفون له لارې
موږ ته هره دوشنبه د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5 بجو پورې په 0782454406 شمیره تلیفون وکړئ.
د بریښنالیک له لارې
موږ ته په contact@yoonfrance.com بریښنالیک واستوئ.