یو استوګنځای ومومئ او ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د Association REVIVRE سره

یو استوګنځای ومومئ او ملاتړ ترلاسه کړئ

سره 
د Association REVIVRE سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 24 févr. 2022

دا څه شی دی؟

د FAIR پلیټ فارم په کان Caen کې د نړیوال محافظت (BPI) څخه ګټه اخیستونکو لپاره د هرکلي، لارښوني او ملاتړ ځای دی .

یادونه: دا ټیم له یو همغږي کوونکي، 3 ټولنیزو کارکوونکو او 40 رضاکارانو څخه جوړ شوی دی.

دا برنامه لاندې خدمات وړاندې کوي:

- د BPI (دکډوالۍ اسناد لرونکو) اشخاصو لپاره چې ماشومان نه لري د اداري استوګنځي برابرول،

- د ډیجټل ټکنالوژۍ یا کمپیوټر او انټرنيټ څخه د استفادې ځای،

- د استوګن شویو کسانو لپاره چې ایغیسا RSA ترلاسه کوي ټولنیز او مسلکي ملاتړ،

- قانوني مرسته،

- د ټولنیز ژبپوهنې ورکشاپونه،

- کلتوري او سپورتي فعالیتونه ...

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

14 - Calvados

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

14 - Calvados

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

اداري استوګنځی لرل

د استوګنې پته او ادرس لرل تاسو ته ددې فرصت برابروي چې عامه حقونو ته لاسرسی ولرئ، لکه (مدني وضعیت، ټولنیز حقونه، حقوقي مرستې، ټولنیزې ګټې، بیمه، بانکي خدمتونه، اوداسي نور). دا یو وړیا خدمت دی او د یو کال لپاره دوام کوي.

د استوګنې ادرس ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید:

- د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکی اوسئ (کډوال یا فرعي محافظت او اسناد لرل)

- د باثباته او دایمي استوګنځای نه درلودل چیرته چې تاسو نه شئ کولای خپل پوستونه په ښه توګه ترلاسه کړئ.

- د 25 کلونو څخه ډیرعمرولري

- ماشومان نه لري چې مسوولیت یې ستاسو پرغاړه وي.

ټولنیز - مسلکي ملاتړ

درې ټولنیز کارکونکي کولای شي چې له تاسو سره مرسته او ملاتړ مو وکړي.

فرانسوي زده کړئ

د اونۍ په اوږدو کې د رضاکارانو لخوا د فرانسوي ژبې ورکشاپونه تنظمیږي، چې دا د هر کس د فرانسوي کچې ته په کتو سره ترتیب شوي (د A1 څخه تر B1 کچې).

رضاکارانه کار کول

د FAIR پلیټ فارم د مسلکيانو او رضاکارانو، فرانسويانو او کډوالو ترمنځ د ګډون ګډ ځای دی. دا د نورو خلکو سره د لیدو کتو لپاره هم یو فرصت دی.

په ډله ایزو فعالیتونو کې برخه واخلئ

تاسو کولی شئ په هنري تمرینونو او فعالیتونو کې برخه واخلئ، له موزیمونو او تیاترڅخه لیدنه وکړئ ...

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د تلیفون له لارې موږ سره اړیکه ونیسئ!

  • تلیفون: 0231869591
  • بریښنالیک: fair@revivre-asso.org
یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

ASSOCIATION REVIVRE