مهم معلومات
د .....................سره له PoPS - Service de l'Oiseau Bleu سره
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
په روغتیایې پروسیجرنو او اجراآتو کې ملاتړ ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
پوپس PoPS هغو خلکو ته د روغتیا پاملرنې ملاتړ وړاندیز کوي چې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی کې مشکل لري.
نوټ: - دا خدماتي مرکز عملي صحي نه وړاندې کوي
- تاسو باید د یوې همکارې ادارې لخوا معرفي شئ، د مثال په توګه (د هستوګنې مرکز، ټولنیز خدمات او نور)
دا ولي په زړه پورې دي ؟
یوه نرس کولی شي تاسو سره د صحي ملاقاتونو ته ولاړه شي ترڅو د روغتیا متخصصینو سره ستاسو په اړیکه او خبرواترو کې ستاسو سره مرسته وکړي.
یو ژباړونکی د تلیفون له لارې حاضر کیدی شي ترڅو تاسو سره د ډاکټر او نورو اړونده صحي خدماتو کې مرسته وکړي.
تاسو ته به د فرانسوې روغتایي سیسټم په اړه معلومات درکړل شي، ترڅو تاسو وکولای شی د خپلو صحي ضروریاتو مطابق مرسته ترلاسه کړئ.
تاسو سره به ستاسو د صحي پاملرنې پورې اړوند اداري پروسیجرونو او اجرآاتو کې مرسته وشي.
څنګه یې وکړو ؟
هغه مسؤول شخص چې له تاسو سره مرسته او همکاري کوي، کولی شي په لاندې شمیرې د PoPS مرکز سره تماس ونیسي.
04.76.89.31.42
د روغتیا یا صحي ملاتړ او مرسته یوازې هغه مهال تاسو ته درکول کیږې کله چې تاسو ورته اړتیا ولری. تاسو ددې پروسې اختیار په لاس کې لری.
ددې خدماتو هدف دا دی چې د پاملرنې او صحي اجراآتو کې تاسو خپلواک کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
10 مرسته کونکي فعالیت کوي