مهم معلومات
د .....................سره Centre Social Kléber St Lazare
په نښه شوي خلک
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
فرانسوي زده کړئ
دا څه دي ؟
د دې ملاتړ برنامې سره ، تاسو به وکولی شئ په فرانسوي پوهیدل، خبرې کول او لیکل زده کړئ.
نوټ: دا ملاتړ ټولو هغو کډوالو ته د لاسرسي وړ دی چې په لوی مرکز د ماغسی (le Grand Centre Ville de Marseille) کې ژوند کوي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
دا ملاتړ به تاسو ته اجازه درکړي چې:
- په فرانسوې ژبه پوهیدل او خبرې کول زده کړئ
- روزمره، ټولینزو، او نورو موضوعاتو په تړاو په فرانسوې ژبه بحث وکړئ.
- فرانسوي ولولئ او ولیکئ
- ډیجیټل یا کمپیوټر ټکنالوجۍ تمریناتو ته لاسرسی ومومئ
- د خپل ښاراو ګاونډ په اړه ځان خبرول او بلدول
د ځینې شرایطو لاندې، د 2 څخه تر 3 کالو پورې د ماشومانو د ساتني امکان شتون لري.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ موږ سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ:
- ټیلیفون: 0491628240
- بریښنالیک: accueil-kléber@laligue13.fr
راشئ او د سهار په 10:00 بجو په ډله ایزو معلوماتي غونډو کې برخه واخلئ :
له سه شنبې 08/27/2024 څخه تر جمعې 08/30/2024 پورې
له دوشنبې 02/09/2024 څخه تر جمعې 06/09/2024 پورې (پرته له سه شنبې 03/09/2024)
تاسو همدارنګه کولی شئ په مرکز کې د فرانسوې ژبې د کچې ازموینه هم ترسره کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
11 مرسته کونکي فعالیت کوي