د سینت نازیر(Saint-Nazaire ) ښار کې د ژوند کولو په اړه معلومات ترلاسه کړئ
سره د PARL'On سره

د سینت نازیر(Saint-Nazaire ) ښار کې د ژوند کولو په اړه معلومات ترلاسه کړئ

سره 
د PARL'On سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 10 sept. 2021

دا څه شی دی؟

پاغلون (PARL'On) یو پلیټ فارم دی چې له کډوالو یا له هغو کسانو سره چې د استوګنې جواز (تتخ دی سیجوغ) ولري مرسته کوي:

  • په سینټ-نازیر کې د ورځني ژوند پروسیژرونو او چارو په اړه پوهیدل او معلومات ترلاسه کول، لکه (په فرانسه کې ښوونځي، د موټرچلولو جواز، کار...)
  • په محلي ډول د مناسبو کسانو او ادارو موندل او له هغوی سره تماس نیول، لکه ( ټولني یا اسوسیشن، د روزنې مرکزونه، شرکتونه...)

په لاندې انټرنټ صفحه کې تاسو کولای شئ په اسانه فرانسوي کې ځایی معلوماتو ته لاسرسی ولرئ: parlon.solidarite-estuaire.fr/

نوټ: تاسو کولی شئ د کسبونو په اړه معلومات ، په اجراآتو او پروسیژرنو پوهیدل، متخصصینو سره لیدو لپاره غوڼدو کې هم برخه واخلئ ... همدارنګه د خپلو حقونو پیژندلو لپاره د کور یا کارموندنې غونډو او د لوبو فعالیتونو کې هم برخه واخلئ.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

44 - Loire-Atlantique

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

44 - Loire-Atlantique

ولې دا په زړه پورې ده؟

په فرانسه او سینټ نازیر کې ژوند ښه درک کړئ

پاغلون ( PARL'On) په منظم ډول د متخصصینو سره یوځای ډله ایز فعالیتونه په یو بخش کې وړاندیز کوي ترڅو پوه شي چې، د مثال په توګه، په فرانسه کې ښوونځي څنګه کار او فعالیت کوي، یوه تعلمي روزنه څنګه موندل کیږي، یا کوم شرکتونه ډیر کسان په دندو ګماري...

له تاسو سره د مرستي په موخه معلوماتي شیټونه چمتو شوي چې تاسو ته ځایی معلومات درکوي او مختلفو ادارو سره څرنګه اړیکې ونیسئ او دهغوی په اړه ملومات پکې ځای په ځای شوي.

موږ د کور او کار په اړه د ټولنیزو لوبو وړاندیز هم کوو چې تاسو د تفریحې فعالیتونو ترسره کولو له لارې د اړونده موضوعاتو په هکله معلومات تر لاسه کړئ.

د خپلو حقونو په اړه زده کړه

زموږ پلیټ فارم په کال کې څو ځله کنفرانسونه او غونډې تنظیموي ترڅو د مهاجرت پورې اړوند مسلو، او په ځانګړي توګه د بهرنيانو حقونو په اړه بحث وکړي. په دې غوڼدو کې ټولو ته ښه راغلاست وایو ترڅو ځان خبرکړي او اړین معلومات ترلاسه کړي، لکه : کډوال او د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي، متخصصین، رضاکاران ...

له نوي خلکو سره لید کاته ترسره کړئ

پاغلون (PARL'On) "د کلتورنو جوړښت او د تقابل ځای" وړاندیز کوي: تاسو کولی شئ د ځایی خلکو سره د خبرو اترو، لیدو کتو، او په ګډه سره فعالیتنوه ترسره کولو لپاره نوم لیکنه وکړئ او داسي نور...

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

زموږ ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ

موږ سره اړیکه ونیسئ!

تاسو کولی شئ زموږ سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې هم اړیکه ونیسئ، ترڅو زموږ په پیښو، غوڼدو او فعالیتونو کې برخه واخلئ او زموږ سره زموږ د فعالیتونو رامینځته کولو کې مرسته وکړئ. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ زموږ سره زموږ د فایلونو بیا لوستلو یا زموږ لوبو ازمولو او له مونږ سره د خپلو نظریاتو په شریکولو سره مرسته وکړئ!

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
10دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Association Solidarité Estuaire