خپله هنرې پیشه بیا ومومئ
سره د la fabrique NOMADE سره
دا څه شی دی؟
لا فبریک نوماد (La fabrique NOMADE) یوه ټولنه ده چې د هنر په بخش کې هنرمندانو مهاجرینو او کډوالو سره مرسته کوي.
موږ د هغو کسبګرو لپاره چې په لاسي صنایعو کې مهارتونه لري، تایید شوي او رسمي روزنه وړاندې کوو، لکه (د ګنډلو یا خیاطي، ګاڼو، لاسي کار، د څرمنو یا لیدر توکي جوړول، او داسي نور).
یادونه: د نوم لیکنې لپاره شرط دادی چې تاسو باید دمخه د هنر په بخش کې مهارتونه او تجربه ولرئ.
دا د چا لپاره دی؟
۹ میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
75 - Paris
۹ میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
75 - Paris
ولې دا په زړه پورې ده؟
د رسمي سند سره یوه روزنه
د 9 میاشتو روزنې په پای کې به هنرمندان یو سرتفکیټ یا رسمي سند ترلاسه کړي، که چیرې هغوی په روزنه کې د شته فعالیتونو څخه 80٪ مهارتونه په بریا سره ترسره کړي.
په مسلکي ادغام کې ملاتړ کیدل
د روزنې په جریان کې به هنرمندان یا ګډونکونکي د فرانسوي ژبې کورسونو څخه ګټه پورته کوي، ټولنیز-مسلکي ملاتړ، د تولید او خلاقیت یوه دوره، او په یوه شرکت کې د ستاج ترسره کولو په اړه ملاتړ او مرسته ورسره کیږي.
د خپل کارې چاپیریال په اړه معلومات موندل
مسلکي لیدنې ستاسو د مسلکي چاپیریال په اړه د پوهیدو او معلوماتو ترلاسه کولو په موخه تنظیم کیږي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د روزنې پیل
روزنه هر کال د مارچ په میاشت کې پیل کیږي
نوم لیکنه
د نوم لیکنې او راجستر لپاره اړینه ده چې تاسو باید د هنر یا اړوند برخه کې تجربه او مهارت ولرئ، لکه ګنډل یا خیاطي ، لاسي کار،لاسي زیورات جوړول، د بیلګې په توګه.
یادونه: موږ د مسلک لپاره روزنه نه کوو، موږ ستاسو د مسلکي ادغام او شمولیت په وده کې دمخه ترلاسه شوي پوهې او تجربې ته وده ورکوو.
اړیکه
موږ سره اړیکه ونیسئ او نوم لیکنه و کړئ:
- تلیفون: 0145857918
- بریښنالیک:
contact@lafabriquenomade.com یا insertion@lafabriquenomade.com