د روغتیايي دلایلو له امله په فرانسه کې د اوسیدني جواز (تتخ د سیجور) غوښتنه کې ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د AIDES سره

د روغتیايي دلایلو له امله په فرانسه کې د اوسیدني جواز (تتخ د سیجور) غوښتنه کې ملاتړ ترلاسه کړئ

سره 
د AIDES سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 22 déc. 2021

دا څه شی دی؟

هغه کسان چې HIV یا ایډز ناروغی یا هیپاتیت، تورزیړی ناروغی لري، یا څوک چې د پناه غوښتنې غوښتنلیک په جریان کې په دغه ډول ناروغیو اخته کیږي، د AIDES ټولنه په اړونده اجراآتو او همدارنګه د فیس یا مالي مصارفو اړوند لګښتونو جزوی یا بشپړ پوښښ وړاندیز کوي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

ځان ته نور چانسونه ورکړئ

په فرانسه کې د پناه اخیستلو لپاره یوازي د HIV یا ایډز ناروغي لرل کافي نه ده. له بلې خوا، په ځینو شرایطو کې، دا خورا ممکنه ده چې ستاسو د پناه غوښتنې له غوښتنلیک سره موازي په فرانسه کې د طبي دلایلو له امله د پاتې کیدو غوښتنه وکړئ ځکه چې د نوموړي ناروغی درملنه ستاسو په اصلي هیواد کې د لاسرسي وړ نه وي. موږ کولی شو په دې پروسه کې ستاسو ملاتړ وکړو.

شخصي ملاتړ

زموږ فعالین روزل شوي ترڅو د هغو خلکو مالتړ وکړي چې د HIV ایډز یا هیپاټایټس، تورزیړي له امله د پاملرنې او درملني لپاره د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کوي، او هغوی به وکولی شي ستاسو د غوښتنلیک په اوږدو کې تاسو ته مشورې درکړي ترڅو ستاسو دوسیه په کامیابی سره ترسره شي، لکه (د اړونده اسنادو یو ځای کول، د مناسبو دلایلو برابرول، د غوښتنلیک ډکول، پریفکتور ته ملګرتیا او ملاتړ، او داسې نور).

د مالي مصارفو لپاره احتمالي ملاتړ

که تاسو امکانات نلرئ، AIDES ټولنه کولی شي په پریفکتور کې د درملنې لپاره د استوګنې اجازې لپاره ستاسو غوښتنلیک وړاندې کولو لپاره اړین فیس یا د مالیې ټکټونو پیرود ټول لګښت یا یوه برخه پوښښ کړي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د AIDES ټولني سره اړیکه ونیسئ

تاسو ته د نږدې موقعیت موندلو لپاره لاندې متقابل نقشه کتل مه هیروئ. موږ تاسو ته سپارښتنه کوو چې ټولني ته له راتلو دمخه موږ ته زنګ ووهئ ترڅو د ټولني کارې وختونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ او په کاري وخت کې راشئ.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
AIDES

AIDES