فرانسوي زده کړئ او د ډیجټل او انټرڼت په بخش کې روزنه ترلاسه کړئ
سره له SoliForm - Cultures et formations solidaires سره

فرانسوي زده کړئ او د ډیجټل او انټرڼت په بخش کې روزنه ترلاسه کړئ

سره 
له SoliForm - Cultures et formations solidaires سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 29 août 2022

دا څه شی دی؟

د سولیفارم (SoliForm) ټولنه تاسو ته په ماغسی (Marseille) ښار کې د فرانسوي ژبې روزنې وړاندیز کوي.

دا روزنه به تاسو سره مرسته وکړي چې :

  • ستاسو د شفاهي او لیکلي فرانسوي کچه مو لوړه شي ،
  • په ډیجیټل ټیکنالوژۍ کې وروزل شئ.

یادونه: دا 6 میاشتنۍ روزنه په حضورې او آنلاین ډول ترسره کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 14 کاله
موده

6 مياشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
10
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 14 کاله
موده

6 مياشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
10

ولې دا په زړه پورې ده؟

د فرانسوي ژبې کچه ښه کول

دا روزنه به تاسو سره مرسته وکړي چې:

  • د فرانسوي ژبې د شفاهي او لیکلي ډول استخدام کولو په مختلف شرایطو کې پوه شئ، لکه (ستاسو په شخصي او مسلکي ژوند کې).
  • په ورځني ژوند یا کار کې په فرانسوي ژبه کې په شفاهي او لیکلي ډول د ځان څرګندول او کارول زده کړئ.
  • د ژبو لپاره د اروپایی چوکاټ عمومي سټنډرډ لخوا توصیف شوي مهارتونه تایید او ترسره کړئ، له A1 څخه تر B1 کچې پورې.

ستاسو په مسلک پورې اړوند فرانسوي کلمات او اصطلاحات زده کړئ

دا روزنه به تاسو ته اجازه درکړي چې د فرانسوي ځینې ځانګړي اصطلاحات زده کړئ چې ستاسو له مسلکي پروژې سره مطابقت لري.

په ډیجیټل ټکنالوجۍ کې روزنه ومومئ

د روزنې له پیل دمخه په سمارټ فون کې د ډیجیټل ټیکنالوژۍ معرفي کول او زده کړه د هغه کسانو لپاره وړاندیز کیږي څوک چې ډیجیټل وسایل په نه شي کارولای، لکه :

  • د بریښنالیک آدرس رامینځته کول او کارول ،
  • په انټرنیټ لټون ،
  • د تدریسي پلیټ فارم نصب، کارول او اداره کول ...

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

راشئ او له موږ سره ووینئ!

راشئ او زموږ په راتلونکي ډلیز معلوماتي غونډو کې له موږ سره ووینئ:

  • سه شنبه 21/09/2021 د سهار په 9:30 بجو، پنجشنبه 23/09 د سهار په 9:30 بجو، پنجشنبه 23/09 د ماسپښین په 1:30 بجو د سیټي دی اسوسیاشون یا ټولنو (la Cité des associations) کې (پته: 93 لا کینبییر ، 13001 ماغسی)
  • 93 La Canebière, 13001 Marseille
  • جمعه 24/09 د سهار په 9:30 بجو: AAJT (پته: 3 ریو فلسطین ، 13003 ماغسی)
  • 3 rue Palestro, 13003 Marseille
  • پنجشنبه: 30/09 د غرمې په 1:30 بجه د سیتي دی اسوسیاسون یا ټولنو
  • جمعه 8/10, 15/10,22/10 او یا هم 29/10 د سهار په 10:30 بجو

یادونه: د معلوماتي غونډو د راتلونکي نیټو معلومولو لپاره له موږ سره په تماس کې کیدل مه هیروئ.

د تلیفون له لارې معلومات: 0659672356 (په انګلیسي، هسپانوي او فرانسوي کې د تبادلې امکان).

د بریښنالیک له لارې معلومات: contact@soliform.fr

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
SoliForm

SoliForm - Cultures et Formations Solidaires