یو مسلکي تصدیق نامه یا سرټفیکیشن ترلاسه کړئ
سره د CléA سره
دا څه شی دی؟
دا یوه روزنه ده چې تاسو ته اجازه درکوي چې یو رسمي تصدیق نامه ترلاسه کړئ چې د فرانسوي ژبې، محاسبې، ډیجیټل ټکنالوژۍ، ګروپي دنده، خپلواکۍ، روغتیا او خوندیتوب په برخه کې ستاسو د پوهې او مهارتونو تصدیق کوي.
دا د چا لپاره دی؟
د ارزونې لپاره لږترلږه 7 ساعته
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
81 - Tarn
د ارزونې لپاره لږترلږه 7 ساعته
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
81 - Tarn
ولې دا په زړه پورې ده؟
تصدیق نامه ترلاسه کړئ
ستاسو د پوهې او زده کړو له ارزولو وروسته، تاسو به وکولی شئ یوتصدیق نامه ترلاسه کړئ. دا تصدیق نامه ستاسو مهارتونه روښانه کوي او له تاسو سره د دندې په مندلو کې مرسته کولی شي.
تاسو همدارنګه کولای شئ چې هغو روزنو او زده کړو ته چې په نورو بخشونو کې ترسره کيږې لاسرسی ومومئ چې د لومړنۍ ارزونې په جریان کې تایید شوي ندي.
یادونه: تاسو باید د 5 کلونو په موده کې وروستۍ ارزونه ترسره کړئ.
بنسټیز مهارتونه زده کړئ
د دې پروګرام له لارې به تاسو لا ندې موضوعات زده کړئ:
- په فرانسوي ژبه خبرې کول
- حساب کول، دلیل
- د کمپیوټر کارول
- په ګروپ کې کار کول
- په خپلواکه توګه کار وکړئ او انفرادي هدف ترلاسه کړئ
- د ژوند اړونده موضوعاتو په اړه زده کړې
- د اساسي قوانینو او قواعدو ښه زده کړه: حرکات او سکنات او دریځونه، حفظ الصحه، خوندیتوب، چاپیریال
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
اړیکه
- بریښنالیک: irfasud.81@irfasud.fr
- تلیفون: 0563389308
یادونه: تاسو باید د کارمندنې مرکز Pôle Emploi یا Mission Locale یا Cap Emploi سره راجستریاست یا کارمند یاست او یا د شخصي روزنې حساب ولرئ