له انزوا او تنهايۍ څخه راووځئ
سره د AIDES ټولنې سره

له انزوا او تنهايۍ څخه راووځئ

سره 
د AIDES ټولنې سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 21 déc. 2021

دا څه شی دی؟

موږ تاسو ته له یو بل سره د لیدو کتو بیلابیل فرصتونو وړاندیز کوو ترڅو خلک له تنهایۍ او انزوا څخه راووځي:
- د بحث او خبرو اترو ګروپونه (کله ناکله د AIDES په ځینو ځایونو کې ورته اپیرو "apéros" ویل کیږي)
- د HIV او یا هیپاټایټس اخته کسانو لپاره د ملاتړ او مرستي ډلي او د جنسي روغتیا په اړه مرکزونه دایریږي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

د هغه څه سره چې تاسويې په روزمره ژوند کې تجربه کوئ یوازي مه اوسئ

کله چې تاسو فرانسې ته ورسیږئ نو کیدای شي چې تاسو ډیری وختونه د روغتیا، اداري، تبعیض له ستونزو سره مخامخ شئ . زموږ په ګروپونو کې برخه اخیستل تاسو ته اجازه درکوي چې د هغو خلکو سره ووینئ چې ورته شالید (سابقه) لري او ورته واقعیتونه او تجربي ورسره شریکې کړئ.

د پیاوړتیا او ملاتړ احساس وکړئ

د هغو خلکو سره خبرې کول چې ورته حالت په روزمره ژوند کوي او ی ستاسو په شان يې له ورته تجربو څخه تیرشوي وي، دا به تاسو ته فرصت ردکړي چې حوصلمندې او توانای ترلاسه کړی چې خپل روزمره ژوند په ښه توګه سره تیرکړئ او په ځانګړې توګه په روغتیايي یا ادارې چاري کې د هغوی له تجربو څخه ګټه پورته کړئ او همدارنګه د ارتباطاتو او فعاله ژوندانه په تیرولو کې هم ترینه ګټه پورته کړئ.

د هرچا لپاره ځایونه

اپیرو "Les apéros" یا د ټولنې د بحث ګروپونه د بحث او خبرو اترو اجازه ورکوي.

پدې غونډو کې د ګروپ دغړو لخوا غوره شوي موضوعات تر بحث لاندې څیړي : دا د تبادلې او شریکولو یوه شیبه ده، دلته ځینې مثالونه یې راوړو (دا غونډې او خبرې اترې ناستي ټولې د HIV سره ژوند کولو خلکو لپاره ځانګړي شوې ندې):

- د تبادلي او بحث ډلي د مهاجرینو او یا د افریقایوالاصله کسانو ترمنځ دي،

- د ښځو ډله یا "اپیرو"،

- ګروپ یا "اپیرو" ټرانس (د ټرانسجینڈر خلکو لپاره) او غیر بائنری Non-Binaires (هغه کسانو ته واي چې ځان هم ښځي احساسوي او هم نارینه)

- د میک یا سړو ګروپ یا "اپیرو" (د نارینه وو لپاره چې د نورو نارینه وو سره جنسي اړیکه لري)

- د جنسي روغتیا ورکشاپونه د سیکس اړوند موضوعاتو بحث کوي او د مخنیوي پورې اړوند موضوعاتو په اړه بحث کوي.

- د هغو خلکو لپاره د ملاتړ ګروپونه چې په HIV اخته دي.

د پاملرنې او محرم ځایونه

زموږ خبرې اترې یا د ملاتړ ډلې په یوه ښه، دوستانه او په ځانګړې ډول په یومحرمانه فضا کې ترسره کیږي، چې دا تاسو ته اجازه درکوي چې به له دې نه چې څوک ستاسو په مقابل کې قضاوت وکړي او یا تاسو داسې کوم احساس ولری د هغه څه په اړه خبرې وکړئ چې تاسو یې غواړئ.

زموږ د جنسي روغتیا مرکزونو (SPOT) کې د ځان ساتنه او پاملرنه وکړئ

سپوټ SPOT د ټولنې د جنسي روغتیا مرکز دی چې د AIDES لخوا ملاتړ کیږي: د هراړخیز جنسي روغتیا وړاندیز سره دلته یوه ښه، دوستانه او پاملرنې چاپیریال شتون لري ( www.aides.org ):

- پراخه طبي وړاندیزونه (عمومي متخصصین، متخصصین، طبي تحلیل او مشوري، او نور)،

- زموږ د فعالینو لخوا د ټولنې ملاتړ.

په فرانسه کې څلور ځایونه شتون لري:

- په پاریس کې SPOT،

- په مارسی Marseille کې SPOT،

- په نیس کې ځای یا SPOT،

- په مونپلي Montpellier کې SPOT.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

ملاقات

نوم لیکنه اکثرا د ډلو، "اپيرو" او ورکشاپونو لپاره اجباري ده. نوم لیکنه کولای شئ په لاندې ځایونوکې ترسره کړئ:

- د AIDES په ودانۍ کې،

- په ټولنیزو شبکو فیسبوک یا انسټاګرام کې،

- د ګرځنده تلیفون له لارې.

د PSS (جنسي روغتیا مرکزونو کې) او یا په SPOT کې: پرته د ملاقات د وخت له اخیستو څخه لیدنه ممکنه ده ولي دا غوره ده چې د راتلو دمخه تلیفون وکړئ ترڅو معلومه کړئ چې مرکز خلاص دی او کنه.

تاسو ته د نږدې ځایونو په اړه ټول معلومات په لاندې متقابل نقشه کې شتون لري.

په عمومي توګه کاري وختونه په لاندې مراجعوکې په نښه شوي دي:

- د AIDES په ویب پاڼه کې: www.aides.org (زموږ شبکه)

- په فیسبوک او انسټاګرام کې د AIDES ډیری د فعالیت / ځایونو په نښه شوي.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
4 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
AIDES

AIDES