د دندې موندلو لپاره ملاتړ
سره د Une voix-e vers l'Emploi سره
دا څه شی دی؟
د کار موندنې په لور غږ یو روزنیز پروګرام دی چې له تاسو سره د کار په مندلو کې مرسته کوي، پداسې حال کې چې ستاسو د فرانسوې کچې ته وده ورکوي.
ښه پوهیدل: دا پروګرام په اصل کې د میرمنو لپاره دی.
دا د چا لپاره دی؟
تاسو باید د فرانسي دولت سره د ادغام تړون CIR لاسلیک کړی وي
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
په اونۍ کې 2 ورځي
تاسو باید د فرانسي دولت سره د ادغام تړون CIR لاسلیک کړی وي
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
38 - Isère
په اونۍ کې 2 ورځي
ولې دا په زړه پورې ده؟
د فرانسوي کچې ته وده ورکړئ
پدې پروګرام کې د مسلکي فرانسوي زده کړې 150 ساعتونو درسي پروګرام شامل دي. د بیلګې په توګه د ځانګړي تجارتونو په اړه تخنیکي او مسلکي اصطلاحات زده کول.
خپله مسلکي پروژه جوړه کړئ
پدې پروګرام کې د روزنیزې برنامې څخه (54 ساعتونه) ستاسو د مسلکي پروژې او پلان جوړولو ته وقف شوې.
په اسانۍ سره دنده ومومئ
د دندې لټون په اړه تخنیکونو او لاروچارو کې په تاسو ته روزنه درکول کیږې، چې دا به ستاسو لپاره د دندې موندل اسانه کړي.
خپلو مهارتونو ته وده ورکړئ
دا پروګرام به تاسو ته ددې امکانات برابر کړي چې په خپل هیواد کې ترلاسه کړي مهارتونو ته وده او په کار یې واچوئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
موږ سره اړیکه ونیسئ
د راتلونکې درسي پروګرام په اړه د لا زیاتو معلوماتو یا د راجسټریشن او ثبت نام کولو لپاره مونږته بریښنالیک واستوئ:
unevoix-everslemploi-grenoble@afpa.fr