په وار (le Var) ښار کې مرسته او ملاتړ ترلاسه کړئ
سره د Programme Bienvenu-es سره
دا څه شی دی؟
د Bienvenu-es برنامه، چې د DDCS لخوا تمویلیږي، تاسو ته د وار (Var) کې د اعظمي 24 میاشتو لپاره ځانګړي او انفرادي ملاتړ وړاندیز کوي. ملاتړ ستاسو د اړتیاو سره سم تنظیم شوی، دا عمومي یا ځانګړي ملاتړ کیدی شي لکه (ټولنیز یا مسلکي تعقیب).
د دې برنامې له لارې تاسو د خپل اداري پروسیژرونو، اجراآتو، د هستوګنې، کار موندنې یا روزنې په لټون کې ملاتړ کیږې...
دا د چا لپاره دی؟
له 12 څخه تر 24 میاشتو پورې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
83 - Var
له 12 څخه تر 24 میاشتو پورې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
83 - Var
ولې دا په زړه پورې ده؟
انفرادي او مناسب ملاتړ
تاسو به وکولی شئ خپلو حقونو، کور، حرفوي روزنې او کارموندنې ته په لاسرسي کې د انفرادي او ځانګړي ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ ...
د متخصصینو یوه ډله
تاسو به د ټولنیز کارمندانو (حقونو او هستوګنې ته د لاسرسي لپاره) او مسلکي ادغام او شمولیت مشاورینو (روزنې او دندې ته د لاسرسي لپاره) څخه جوړ شوي ټیم لخوا ملاتړ کیږئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د معلوماتو يو فرمه بشپړه کړئ
د دې برنامې څخه ګټه پورته کولو لپاره تاسو باید د لاندې لینک څخه د معلوماتو فرمه ډاونلوډ کړئ او بشپړه یې کړئ:
https://face-var.org/wp-content/uploads/2021/04/Fiche-dorientation-Programme-Bienvenu-es.pdf
لاندې شمیرې ته زنګ ووهئ :
0494360085
تاسو کولی شئ په دې شمیرې 0494360085 د تلیفون له لارې د ملاقات کولو لپاره وخت واخلئ.