د انګور شکولو اوشراب جوړولو په بخش کي روزنه او دنده ومومئ
سره له VITA Bourgogne سره

د انګور شکولو اوشراب جوړولو په بخش کي روزنه او دنده ومومئ

سره 
له VITA Bourgogne سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 7 sept. 2021

دا څه شی دی؟

په لاندې ویب سایټ کې، تاسو کولی شئ پدې سکتور کې د شته کاري بخشونو او روزنې په اړه معلومات ومومئ او همدارنګه د بوغګون (Bourgogne) په سیمه کې د انګور شکولو او شراب جوړولو په بخش کې دنده ومومئ. www.vitabourgogne.com

زموږ سره د تلیفون یا بریښنالیک له لارې تماس نیول مه هیروئ، موږ به ستاسو د پروژې په جوړولو کې له تاسو سره مرسته وکړو.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 14 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 14 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)

ولې دا په زړه پورې ده؟

په بوغګون کې د انګورشکوني او شراب جوړوني مسلکونه پیژندل

تاسو به وکولی شئ د انګور شکوني او شراب جوړوني (Vigne & Vin) سکتور کې ډیری معاش لرونکي مسلکونه وپیژنی کوم چې د کارموندنې خورا دوامدار فرصتونه وړاندیز کوي.

د دندې په اړه د معلوماتو، توضیحي ویډیوګانو او د کارکونکو د شخصي او کاري تجاربو شریکولو له لارې، د شرابو جوړونکو، د شراب تولید کونکو کاریګرو، د ترکتور چلونکو د ورځني ژونده په اړه ځان خبر کړئ (...)

پدې اړونده بخش کې د روزنې موندلو لپاره

زموږ سره همکار مرکزونه تاسو ته د شراب جوړوني په صنعت اوتجارت اړوند د یو شمیر مسلکي روزنو یا ډیپلومونو ترلاسه کولو کورسونه وړاندیز کوي.

وړاندې شوي روزنیز کورسونه ستاسو عمر، ستاسو مسلکي وضعیت او ستاسو د سواد کچې پورې اړه لري، دا کورسونه د هرچا پر مخ خلاص دي.

موږ تاسو ته ټول هغه اړین معلومات چې تاسو دسازمانونو سره د اړیکي نیولو او د خپل روزنیزپروګرام د مالي تمویل لپاره ورته اړتیا لرئ چمتوکوو.

په سیمه کې د دندې موندلو لپاره

ویتا بوغګون (VITA Bourgogne) په کار د ګمارنې پلیټ فارم هم دی چې په سیمه کې د انګورشکوني او شراب جوړوني په سکتور کې د دندې او کاري فرصتونو ټول وړاندیزونه سره یوځای کوي.

تاسو کولی شئ د دندې وړاندیز ته په څو کلیکونو کې غوښتنه وکړئ چې ستاسو لپاره مناسب وي: ددې کار لپاره تاسو باید خپله سي وي CV له ځان سره اماده ولرئ!

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ!

د هرډول معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ:

  • بریښنالیک: contact@vitabourgogne.com
  • تلیفون: 0670647624

زموږ د دندې وړاندیزونو ته د لاسرسی لپاره: https://www.vitabourgogne.com/jobs/

په بوغګون (Bourgogne) کې د انګورو او شراب راتلونکي مسلکونو پیژندولو لپاره: https://www.vitabourgogne.com/metiers_list/

د روزنې موندلو لپاره: https://www.vitabourgogne.com/formation/

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

VITA Bourgogne

Partenaires

Confédération des Appellations et des Vignerons de Bourgogne
Union des Maisons de Vin de Grande Bourgogne

Responsable

VITA Bourgogne

Partenaires

Confédération des Appellations et des Vignerons de Bourgogne

Union des Maisons de Vin de Grande Bourgogne