د سبزیجاتو خرڅونکی یا د ساختماني کارګر شئ
سره د les chantiers d'insertion des Restos du Cœur 21 سره

د سبزیجاتو خرڅونکی یا د ساختماني کارګر شئ

سره 
د les chantiers d'insertion des Restos du Cœur 21 سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 26 août 2021

دا څه شی دی؟

په ډیجون ښار کې د (Restos du Cœur de Côte d’Or) ډیپارټمنټ ټولنه یا اسوسیشن د ادغام او مرستندوی پروژه دوه ډوله فعالیتونه وړاندیز کوي:

  • د ادغا یا مرستندوی باغ چې د (ډیجون والمي Dijon Valmy کې موقعیت لري) کوم چې د بازار د باغدارۍ یا سبزیجاتو او میوجاتو په بخش کې فعالیت کوي. د میوو او سبزیجاتو ټول تولیدات د خواړو د مرستې لپاره کارول کیږي چې د ډیپارټمنټ د(Restos du Cœur) په مرکزونو کې توزیع کیږي.
  • د ودانۍ ترمیم کاري ورکشاپ. هدف: د ریسټو دو کور د توزیع مرکزونو ترمیم کول، او همدارنګه د همکارو ټولنو یا اسوسیشنونو او د اړونده خلکو کورنه هم.

د ریسټو دو کور (Restos du Cœur) ادغام یا مرستندوی کارې پروژې د دندې غوښتنوکو کسانو لپاره خلاصې دي.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

له 4 څخه تر 24 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

له 4 څخه تر 24 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)

ولې دا په زړه پورې ده؟

د معاش لرونکي دندې درلودل او مسلکي هدف ترلاسه کول

هر کارمند د محدود وخت د قرارداد (CDD) په لرلو سره، نیمه وخت چې (په اونۍ کې 26 ساعته) کیږي په دنده ګمارل کیږي.

کارې ساعتونه د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 7:15 څخه د غرمي تر 12:30 پورې دي.

کارمندان د ریسټو دو کور(Restos du Cœur) لخوا د اړونده کسانو د غوښتنو، وضعیت او د هغوی د ملاتړ اړتیاو ته په کتو سره د یوې معینې مودې لپاره ګمارل کیږې. (لږترلږه 4 میاشتې، اعظمي 24 میاشتې).

د دندې په لور د شخصي ملاتړ لپاره

د ادغام یا مرستندوی کاري سایټ یا مرکز سره د کار ترسره کول او کارې تجربه تاسو ته اجازه درکوي چې:

  • له کار کولو سره ځان بلد کړی او د کارکولو عادت بیا پیل کړئ ،
  • په ځان باور بیرته ترلاسه کول ،
  • هغه ستونزې حل کړئ چې د بشپړ یا کامل وخت دندې موندلو مخه نیسي لکه د (کور، روغتیا، انزوا، خوځښت، اوداسي نور).
  • د دندې پرمهال زده کړې یا مسلکي روزنې له لارې مهارتونه ترلاسه کړئ.

د باغداری او کاري سایټ یا مرکز له کارمندانو سره د ټولنیز-مسلکي لارښود، د تخنیکي ادغام دوه نظارت کونکو او د ریسټو دو کور(Restos du Cœur) د داوطلبانو لخوا مرسته کیږي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ!

د تلیفون شمیره: 0380780446

بریښنالیک: ad21.siege@restosducoeur.org یا ad21.aci@restosducoeur.org

د ګډون یا نوم لیکنې لپاره لاندې ویب سایټ ته مراجعه وکړئ: https://emplois.inclusion.beta.gouv.fr/ په دې صفحه د دلته کلیک وکړئ.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
10دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
AD21

Restos du Coeur AD21