مهم معلومات
د .....................سره la permanence d'information de Grenoble Alpes Métropole
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د ځانګړي ملاتړ په لور لارښودنه او رهنمای کیدل
دا څه دي ؟
د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکو لپاره د هرکلي او معلوماتو مرکز (کډوال، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي، بې تابعیته اشخاص) چې اړتیا لري پوهاوی ترلاسه کړي چې د کار یا استوګنې موندلو لپاره کوم مسلک یا رشته انتخاب کړي.
تاسو کولی شئ په ګرینوبل (Grenoble) کې د هغو کسانو د اړیکو توضیحات (نوم، پته، د تلیفون شمیره) او مشورې ترلاسه کړئ چې غواړې له تاسې سره مرسته وکړي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
په بریالیتوب سره د یوې دندې موندلو په موخه د مسلکي ادغام متخصصینو سره مشورې او اړیکه کې کیدل.
د روزنې مرکزونو او اتحادیو پتې چې د یوې رشتې یا شغل د زده کړې په موخه د فرانسوي ژبې کورسونه او روزنې وړاندې کوي.
که تاسو لاهم یو ټولنیز مرسته کوونکی (سوسیال) نلرئ، نو تاسې به زمونږ اړونده شریکانو او همکارانو ته راجع او معرفي شئ چې له تاسو سره ستاسو په اجراآتو کې مرسته او همکاري وکړي.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ دمارین پيزیت (Marine Pezet) سره اړیکه ونیسئ، چې د سیمه ایز استقبال او ادغام قرارداد / RISING څخه د ګټه اخیستونکو د انفرادي مسیر د څارنې مسولیت په غاړه لري.
- د بریښنالیک له لارې marine.pezet@grenoblealpesmetropole.fr
- د تلیفون له لارې: 0670549904
یو ساعت مرکه به تنظیم شي ترڅو ستاسې د اړتیاو د معلومولو او په نښه کولو، او ستاسې د وضعیت سره سم د مشورو درکولو په موخه به د یو ساعت مرکه تنظیم شي.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
14 مرسته کونکي فعالیت کوي