د کرنې او زراعت په برخه کې مسلکونه ومومئ
سره د DEMAR سره

د کرنې او زراعت په برخه کې مسلکونه ومومئ

سره 
د DEMAR سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 11 mai 2021

دا څه شی دی؟

د دې برنامې هدف د کرنې او زراعت په برخه کې مسلکونو ته د مهاجرینو معرفي کول دي، او په ځانګړي توګه د سبزیجاتو او میوه جاتو او باغوانۍ په برخه کې.

دا برنامه چې د DEMAR په نوم یادیږي، د مهاجرینو د ګټې په موخه د کرکروندې په برخه کې د دندې په لور اجراآت (Démarche vers l’Emploi par les Métiers Agricoles en faveur des Réfugiés)، اود نوي پیوستون باغونو کې چې د مواران (Moirans) په سیمه کې موقعیت لري د IMPRODETT د ټولنې لخوا وړاندیز شوی ده.

برخه اخیستونکي د مسلکي باغدارانو لخوا د ارګانیک تولیداتو او د نرسري تخنیکرانو لخوا د بوټو، نباتاتو او ونو په کښت کې نظارت کیږي.

یادونه: د راجستر کیدو لپاره، تاسو باید (د فرانسي جموریت د ادغام تړون) CIR لاسلیک کړی وي او ټولنیزه او ژبي روزنه مو بشپړه کړې وي. سربیره پردې، تاسو باید د کارمندنې مرکز Pôle Emploi سره راجستر یاست.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

38 - Isère

مهم!

تاسو باید د کارمندنې Pôle Emploi له مرکزسره راجستریاست

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

7 میاشتي، 26 ساعته په اونۍ کې.

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

38 - Isère

مهم!

تاسو باید د کارمندنې Pôle Emploi له مرکزسره راجستریاست

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

7 میاشتي، 26 ساعته په اونۍ کې.

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

د سبزیجاتو د کرکروندې او د باغوانۍ په مسلک کې روزنه ترسره کړئ

د دې برنامې له لارې به تاسو وکولی شئ د کرنې او زراعت سوداګرۍ لکه (د سبزیجاتو کرکرونده او باغبانۍ کسبونه) زده کړئ. دا هغه کارې سکتورونه دي چیرې چې کار شتون لري.

له نوي کسانو سره لید کاته وکړئ

کاري ټیمونه د فرانسوي وګړو او نورو کډوالو څخه جوړ شوي دي.

د سمیک (SMIC) برابر مهانه معاش ترلاسه کړئ

په اونۍ کې 26 ساعته کار کولو سره (د 7 میاشتو لپاره)، تاسو ته به د سمیک (SMIC) برابر معاش درکول کیږي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ

د نورو معلوماتو لپاره، موږ ته په لاندې پته بریښنالیک واستوئ:

Improdett38@gmail.com

عملي معلومات

د امپرودیت IMPRODETT پته:

5 rue Federico Garcia Lorca، 38000 Grenoble

د روزنې او زده کړو د ترسره کیدو ځای او پته => Les Jardins de la Solidarité: 836 Route du Vieux Chêne, 38430 Moirans

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

IMPRODETT

Partenaires

Les Nouveaux Jardins de la Solidarité

Responsable

IMPRODETT

Partenaires

Les Nouveaux Jardins de la Solidarité