د فرانسوې ژبې زده کړې یو پروګرام ومومئ چې ستاسو لپاره مناسب وي
سره له PLIE-O سره

د فرانسوې ژبې زده کړې یو پروګرام ومومئ چې ستاسو لپاره مناسب وي

سره 
له PLIE-O سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 4 mai 2021

دا څه شی دی؟

پلیو PLIE-O د ژبني معلوماتو، ارزونې او لارښود پلیټفارم دی. د دې پلیټ فارم هدف د مسلکي کسانو سره مرسته کول دي ترڅو هغوی وکولای شي د ټولنیز او مسلکي ادغام په پروسه کې شامل کسان د هغوی د ژبې له کچې او مهارتونو سره سم یو روزنیز پروګرام ته سوق او لارښوونه ورته وکړي.

  • دا برنامه د مهاجرینو، د اجتماعی محافظت یا کډوالۍ اسناد لرونکو، بې ځایه اشخاصو او پناه غوښتونکو لپاره چې فرانسه کې یې له 6 میاشتو څخه زیات وخت شوی وي او د ژبې زده کړې پروګرام ته اړتیا لري .
  • ستاسو د فرانسوي کچې ارزونه د یو ساعت مرکه په جریان کې ترسره کیږي. د دې ارزونې په تعقیب، د پلیو PLIEO مشاورین به تاسو ته ستاسو د کچې سره سم د ژبې روزنې کورس ته لارښوونه وکړي.
  • د مرکې لنډیز به تاسو ته درکړل شي او یوه تفصيلي نسخه به ستاسو د ثبت او راجستر مسلکی مسؤول شخص ته واستول شي.

دا برنامه د ګرنوبل الپس میتروپول (la Grenoble Alpes Métropole) لخوا رامنیځه ته شوي او پرمخ وړونکي برنامې RISING برخه ده.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

38 - Isère

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

یوساعت

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

38 - Isère

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

یوساعت

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

په فرانسوي ژبه کې د خپلې کچې معلومولو لپاره ارزونه وکړئ

تاسو کولای شئ په فرانسوې ژبه کې د خپلې کچې ارزونه وکړئ ترڅو معلومه کړئ چې په کومه کچه د ژبې زده کړې یوې دورې ته اړتیا لرئ.

د مرکې لنډیز یا خلاصه ستاسو د زده کړې دورې غوښتنه کې د ملاتړ لپاره کارول کیدی شي

د مرکې خلاصه کولی شي د روزنیزپرګرام په لټون کې له تاسو سره مرسته وکړي.

ستاسو د کچې سره سم د ژبې روزنېزپروګرام ته لارښونه ترلاسه کړئ

ستاسو د فرانسوي کچې ارزونې سره به تاسو هغه کورس ته لارښوونه ترلاسه کړئ چې ستاسو له اړتیاو سره سمون ولري.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

دا څنګه کارول کیږې؟

1. د ثبت او راجستر مسلکي شخص د بریښنالیک له لارې د کاندید یا ګټه اخیستونکي کس لپاره یوه ډکه شوې فرمه لیږي.

2- د PLIE-O پروژې مدیر بیرته د بریښنالیک له لارې لینک لیږي چې مسلکي مسؤول شخص ته اجازه ورکوي چې د مربوطه کاندید لپاره د ګوګل ڈائري له لارې په آنلاین بڼه په یو مشخص مرکز کې د ملاقات وخت واخلي. د مرکز انتخاب د شخص د اوسیدو د ځای مطابق ټاکل کیږي.

.3 د ناستې یا ملاقات په وخت کې، مربوطه کاندید د نږدې 1 ساعت لپاره د PLEE-O پروژې مدیر سره مشورتې مرکه ترسره کوي.

.4 د مرکې لنډیز مسلکي مسؤول شخص ته لیږل کیږي چې هغه به مربوطه کاندید ته بیا ورکړي.

5. مسؤول شخص او ګټه اخیستونکی په ګډه سره یو روزنیز پروګرام ټاکي او کولی شي د مرکې لنډیز روزنیز سازمان ته واستوي، ترڅو د دوی په غوښتنه کې ملاتړ او مرسته وکړي.

د ثبت او راجستر فورمه

د ثبت او راجستر فورمې موندلو لپاره دلته کلیک وکړئCliquez-ici. دا باید ستاسو د ثبت او راجستر مسؤول کس لخوا پدې پته واستول شي: cri38.orientation@ireps-ara.org

ستاسو د رابطې مسؤول کس

  • ازابیل کرافت Isabelle KRAFT => بریښنالیک: isabelle.kraft@ireps-ara.org؛ تلیفون: 04 76 40 16 00

ادرسونه

د عمومي استقبال مرکزونو پتي:

Espace Emploi Grenoble Sud :

34, avenue de l’Europe – 38100 Grenoble

M.I.P.E. de la Rive Gauche du Drac :

(Maison des Initiatives de la Solidarité et de l’Emploi)

28, rue de la Liberté – 38600 Fontaine

M.I.S.E

(Maison des Initiatives de la Solidarité et de l’Emploi) :

121, avenue Jules Vallès – 38400 Saint Martin d’Hères

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
14دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
IRIS

Centre Ressources IRIS 38 – Isère Relais IllettrismeS