Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د Coop'R Unis-Cité سره

Unis-Cité
د.........لخوا وړاندیز شويUnis-Cité

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 8 میاشت

دا چېرته دی ؟

د ماغسی (Marseille) په ښار کې مدني او ټولنیز خدمت ترسره کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 ans

دا څه دي ؟

کوپ آر د مدني خدماتو برنامه ده چې د یوني سیتي ټولنې لخوا تنظیم شوي.

دا په فرانسه کې د ملګرو پیداکولو اوپه ټولنه کې د مدغم کیدو په هدف په مختلفو برخو کې د ماموریتونو سره د 8 میاشتو ژمنتیا او فعالیتونو ترسره کولو برنامه ده.

رضاکاران په لاندې مواردو کې کار کوي:

  • په انزوا او تنهایی کې ژوند کونکو زړو خلکو پورې اړوند پروژې کې (په اونۍ کې 2 ورځې)
  • په نامناسبو او سخطو شرایطو کې ژوندکونکو کسانو اړوند پروژو او خدماتو کې (په اونۍ کې 2 ورځې)

د روغتیا بحران اړوند فعالیتونو کې، د مثال په توګه دوی د خواړو کڅوړو راټولولو یا توزیع کولو په ماموریتونو او خدماتو کې هم متحرک کیدی شي.

یوني سیتي (Unis Cité ) د مدني روزنې او د راتلونکي لپاره د رضاکارانو د پلان د برخې په توګه له متخصصینو سره ناستو او لیدنو تنظیمولو کې د ملاتړ او مرستي وړاندیز هم کوي.

نوټ: په دې برنامه کې د برخه اخیستو لپاره تاسو باید د 18 او 25 کلونو ترمنځ عمر ولرئ او معلولیت لرونکي کسان باید 30 کاله عمر ولري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دا مدني خدمت تاسو ته اجازه درکوي چې د فعالیتونوترسره کول پر مهال د فرانسوي ژبې کچې ته وده ورکړئ.

د مدني خدماتو ترسره کولو او برخې اخیستو له لارې به تاسو وکولی شئ په میاشت کې د 580 یورو تخصیص یا آمدن څخه ګټه پورته کړئ.

تاسو به خپل مدني یا ټولنیز خدمات د شلو(20) ځوانو فرانسوي او مهاجرو څخه تشکیل شوي ټیم کې ترسره کړئ. دا ستاسو لپاره د خپلو همعمرو کسانو سره د لیدو کتو یو ښه فرصت دی.

تاسو به وکولی شئ په بیلابیلو برخو کې ګټور ماموریتونه او فعالیتونه ترسره کړئ او له همدې امله نوي شیان زده کړئ.

پداسي حال کې چې تاسوددې فعالیتونوپه ترسره کولو سره خپله مسلکي شبکې ته وده ورکوې، مدني او ټولنیز خدمت کولی شي تاسو سره ستاسو د راتلونکي په چمتو کولو کې مرسته وکړي او د مسلکي پروژې او پلان په رامینځته کولو کې هم مرسته وکړي.

څنګه یې وکړو ؟

د تلیفون شمیره: 0491533420

بریښنالیک: marseille@uniscite.fr

دا امکان لري چې د کال په اوږدو کې خپل غوښتنلیکونه واستوئ، زمونږ ټیم کولی شي تاسو ته په د دوامداره توګه د ماموریتونو وړاندیز وکړي.

وېب پاڼه :

https://www.uniscite.fr/antenne/bouches-du-rhone-marseille-miramas/

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
nounouد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
mhd aweiss al doboushmhd aweiss al doboushد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
unis citéunis citéایډیټر او کره کتونکی