دندې ته لاسرسی ومومئ او خپله مسلکي پروژه جوړه کړئ
سره د Tero Loko سره

دندې ته لاسرسی ومومئ او خپله مسلکي پروژه جوړه کړئ

سره 
د Tero Loko سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 4 mai 2021

دا څه شی دی؟

د ټیرو لوکو (Tero Loko) ټولنې لخوا د مهاجرو، د اجتماعي محافظت قبولي لرونکو او بي وطنه کسانو اسناد لرونکو سره د مرستي لپاره د استقبال او ادغام مرکز رامینځته کړي.

ددې برنامې هدف دا دی چې برخه اخیستونکو ته اجازه ورکړي چې د ادغام او شمولیت پروژې سره د همکاری اوکار کولو له لارې دندې ته لاسرسی ومومي ، پداسې حال کې چې هغوی راتلونکي مسلکي پروژې رامینځته کوي او همدارنګه یوې هستوګنې ته لاسرسی هم ولري.

د دې برنامې څخه ګټه پورته کولو لپاره تاسو باید:

  • د اقتصادي فعالیت له لارې د ادغام او مرستي کیدو لپاره وړ اوسئ
  • د آوورین روین الپس (Auvergne Rhône Alpes) سیمه کې اوسئ
  • د فرانسې جمهوريت ارزښتونو د ادغام تړون لاسلیک کړی وي
  • د OFII لخوا وړاندیز شوي د FLE دژبې د زده کړي دوره بشپړه کړې وي، (تړون د 400 ساعتو څخه تر600 پورې وي) یا د زده کړې پروسې کې وي (که تړون له 100 ساعتو څخه تر 200 ساعتونو) پورې وي.

دا برنامه د RISING برنامې برخه ده چې د ګرینوبل الپس میټروپول لخوا پرمخ وړل کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

38 - Isère

هدف شوي کسان
Réfugié
موده

7 میاشتې، 26 ساعته په اونۍ کې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

38 - Isère

هدف شوي کسان
Réfugié
موده

7 میاشتې، 26 ساعته په اونۍ کې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

د نانوای، کلچه پزی او بازار کې د سبزیجاتو بخش کې معلومات او ځان خبر کړئ

تاسو به وکولی شئ د سبزي فروشي یا نانوای او کلچپزی کسبونه زده کړئ، لکه: د وچي ډوډۍ پخول، د سبزیجاتو کښت، حاصلات اخیستل، بازار کې خرڅول زده کول.

هستوګنې ته لاسرسی

د انفرادي ملاتړ څخه په استفادې او ګټه هستوګنې ته د لاسرسي امکانات

معاش او عاید ترلاسه کړئ

تاسو ته به د دې ادغام پروژې په جریان کې پیسې او مالي مرسته درکړل شي.

د نوي خلکو سره لیده کاته وکړئ

د اوسیدونکو سره د اړیکو په رامینځته کولو سره د کلي په ژوند کې برخه واخلئ ، ترڅو په ګډه ښه ژوند وکړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ ته بریښنالیک واستوئ

tero.loko.asso@gmail.com

موږ ته زنګ ووهئ

07 66 39 10 03

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Tero Loko