د اوسیدو ځای او ملاتړ ترلاسه کړئ
سره له Foyer Jeunes Travailleurs Coallia سره

د اوسیدو ځای او ملاتړ ترلاسه کړئ

سره 
له Foyer Jeunes Travailleurs Coallia سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 19 mai 2021

دا څه شی دی؟

په Semur-en-Auxois او Montbard ښارونو کې د کولیا COALLIA ټولنه د ځوانانو لپاره د استوګنځای وړاندیزکوي.

د FJT (د ځوانو کارګرو لپاره کور) یو مناسب او ملاتړ شوی استوګنځی دی.

دا د چا لپاره دی؟

ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
392.50
هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 30 کاله
موده

له 1 میاشتې څخه تر 2 کلونو پورې

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
392.50
هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 30 کاله
موده

له 1 میاشتې څخه تر 2 کلونو پورې

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

ولې دا په زړه پورې ده؟

د فرش شوي هستوګنځای درلودل

استوګنځی د 21 متره مربع سټوډیو وړاندیز کوي پرته له کراکري یا تلویزیون څخه اود معذورو کسانولپاره هم د لفټ سره د لاسرسی وړ دي.

استوګنځی د وائی فای (wifi) اتصال او امکانات نلري.

هر استوګنځی په میز او څوکیو سمبال دی، یو تشناب له شاور، دسشوی او الماری سره، د یوه پخلنځي او د خوب خونې سره چې (تخت، د تخت میز، او الماری).

د کټ رجای ورکول کیږی او د کالو مینځل په هر 15 ورځو کې ترسره کیږي.

د خدماتو څخه ګټه پورته کول

- کالو مینځلو ته لاسرسی (د مینځلو ماشین، وچونکی)

- د فعالیتونو او معلوماتو ځای ته لاسرسی

- شخصي پارکینګ

- په استوګنځي کې د ترمیم لپاره د یوه ټکنیشن شتون

په استوګنځي کې ټولنیز ملاتړ ترلاسه کولو لپاره

یو ټولنیز کار کونکی په سایټ یا محل کې شتون لري او ستاسو په پروسیجرونو او اجراآتو کې ستاسو ملاتړ او مرسته کوي، لکه :

- حقوقو ته لاسرسی

- روغتیا

- مسلکي ادغام

- کلتورې فعالیتونو ته لاسرسی

- د کور ساتنه کې مرسته

- ستاسو د بودیجې اداره کول

- تنها او دایمي کور ته لاسرسی

د نورو ځوانانو سره د لیدو لپاره

فعالیتونه په منظم ډول په استوګنځیو کې تنظیمیږي. تاسو په ازده توګه ګډون کولای شی.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د هستوګنې ترلاسه کولو لپاره فورمه ډکه کړئ

د هستوګنې ترلاسه کولو لپاره په لاندې لنک کلیک وکړئ او اړونده فورمه ډکه کړئ:

https://www.coallia.org/wp-content/uploads/2019/10/formulaire_demande-de-logement_coallia_2019_mentions_legales-1.pdf

او بشپړه شوي فورمه د غوښتل شویو اسنادو سره د استوګنځیو مرکز ته د پوسټ یا بریښنالیک له لارې په لاندې ادرس واستوئ:

bruno.landri@coallia.org ou residence.semur@coallia.org

د استوګنځي مسوولینو ته د استوګنې لپاره خپل غوښتنلیک ولیږئ

د کولوش استوګنځي (la Résidence Coluche) سره مستقیم تماس ونیسئ چې په لاندې ادرس کې موقعیت لري:

43 Bis ، rue de Vigne 21140 Semur-en-Auxois

=> تلیفون: 03.80.97.10.22

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Résidences Coallia