مهم معلومات
د .....................سره Résidences sociales Coallia
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
هستوګنځای موندل
دا څه دي ؟
د COALLIA ټولنه یا اسوسیشن د Semur-en-Auxois او Montbard ښارونو کې د چمتو او فرش شویو موقتي استوګنو وړاندوینه کوي، دغه استوګنځایونه عبارت دې له (T1، T2، T3، T4، T5) چې هم کورنیو یا مجرد کسانو ته چې د محدود یا کم عاید لرونکي یي او یا هم د کور په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ يي ورکول کیږې.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د معذورو کسانو لپاره د کراکري یا تلویزیون پرته چمتو شویو استوګنځایونو چې لفټ ولري وړاندېز کوي.
استوګنځی د وای فای کنکشن یا خدمات نلري.
ټول استوګنځی په میز او چوکیو، حمام، دستشوی، تشناب، د پخلنځی ځای او د خوب خونه چې ( د خوب تخت، میز،الماری، د لباس الماری) سره سمبال دی.
د تخت روجايي ورکول کيږې او په هرو 15 ورځو کې د کالو مینځلو نوبت يي.
- د کالو مینځلو ماشین ته لاسرسی (د مینځلو ماشین، وچونکی)
- د فعالیتونو او معلوماتو ساحې ته لاسرسی
- شخصي پارکینګ
- په هستوګن ځای کې د سامان آلاتو د ترمیم لپاره د تخنیکي او مسلکي کس د خدماتو شتون
څنګه یې وکړو ؟
د هستوګنې د غوښتنې لپاره په لاندې لینک باندی کلیک وکړئ او فورمه ډکه کړئ:
او بیا ډګه شوې فورمه له غوښتل شويو اسنادو سره یوځای د ټولنې دفتر یا استوګنځای ته واستوئ.
د کولوچ نمایده ګۍ (la Résidence Coluche) سره په مستقیم ډول په لاندې پته اړیکه ونیسئ:
43 bis, rue de Vigne 21140 SEMUR-EN -AUXOIS
=> تلیفون: 03.80.97.10.22
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي