مهم معلومات
د .....................سره له CDAD 21 سره
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د یوه قانون پوه مسلکي شخص سره وګورئ
دا څه دي ؟
د عدالت تامینونکې ماموریت د خلکو تر منځ د خبرو اترو اسانه کول او د خلکو ترمینځ د موافقې لټون دی چې تر منځ یې اختلاف او ستونزه شتون ولري. د مثال په توګه، کله چې:
- د عامو وګړو ترمینځ شخړې لکه د ګاونډیو ستونزې، د کرایه ورکونکي او دکور مالک ترمینځ اختلافات، اوداسي نور.
- د مسلکي اشخاصو ترمنځ ستونزې (سوداګر، هنرمندان او نور).
قانون ته د لاسرسي لپاره د ډیپارټمنټ شورا (CDAD) له لارې تاسو کولی شئ په ډیجون (Dijon) او سیمه کې د هغوی د کارې حضور پرمهال په وړیا توګه د عدالت تامنونکې یوه مسؤول سره لیدنه وکړئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
قانون ته لاسرسی د ټولو وګړو حق دی، که هغه د اوسیدو ځای او ادرس ولري او یا نه او که ځوان وې او که زوړ.
قانون ته د لاسرسي ټکي د خلکو لپاره وړیا خلاص دي.
قانون ته د لاسرسي ځایونه د کوت د اوغ (la Côte-d’Or) په توله سیمه کې د لاسرسي وړ دي (د پا ڼې په پای کې نقشه وګورئ).
هرڅه چې تاسو د مشورې په جریان کې وایاست او شریکه وی هغه به ټول محرم (پټ) ساتل کیږي.
څنګه یې وکړو ؟
له مرکز سره تماس ونیسئ ترڅو خدماتو ته د لاس رسی په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
تاسو ته نږدې دفتر موندلو لپاره لاندې نقشه باندې کلیک وکړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
16 مرسته کونکي فعالیت کوي