مهم معلومات
د .....................سره د La Plateforme Linguistique 34 سره
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د خپلې فرانسوي ژبي کچې ازموینه ترسره کړئ
دا څه دي ؟
د ژبپوهنیز پلیټفارم 34 (La Plateforme Linguistique 34) بهرنيانو ته د هغوی د ژبې کچي معلومولو په اړه وړیا ارزونې او شخصي او انفرادي ډول د مشورو ورکولو وړاندیز کوي (له اروپایی اتحادیې بهروګړو ته) چا چې د 5 کلونو څخه لږ وخت لپاره د OFII سره د دفرانسي جمهوریت ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړی وي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د 2 ساعتونو ازموینه تاسو ته اجازه درکوي د اروپایی معیار سره سم ستاسو د شفاهي او لیکلي فرانسوي کچه معلومه او وپیژنئ.
ژبنی پلیټ فارم (La Plateforme Linguistique) له تاسو سره مرسته کوې چې یو داسي تعلیمي پروګرام ته لاس رسی پیدا کړئ چې ستاسو د زده کړې اړتیاوې پوره کړي.
د ژبپوهنې پلیټ فارم (La Plateforme Linguistique) په ډیپارټمنټ کې د فرانسوي روزنې وړاندیز په اړه هم معلومات وړاندې کوي، په بیله بیا د فرانسوي زده کړې پورې اړوند موضوعاتو باندې (بې سوادي، سواد اموزې، FLE، د ژبې ډیپلومونه، د اوسیدوني کارت (کارت دی ریزیدانس) یا فرانسوې تابعیت لپارتقاضا کول، د زده کړو د دوام لپاره اړین کچې، او نور)
څنګه یې وکړو ؟
د ژبنیز پلیټ فارم (La Plateforme Linguistique) سره د لیدو لپاره لاندې شمارې ته زنګ ووهئ:
- 0467835982
- بریښنالیک: contact.pl34@adoc-conseil.fr
د پروګرام لپاره هیڅ نوع مخکني شرایط نشته.
موږ تاسو ته په لاندې مراکزو کې ښه راغلاست وایو:
- Montpellier : 121 rue d'Athènes - 34000 Montpellier
- Béziers : 45b av de la Voie Domitienne - 35400 Béziers
موږ کولی شو هغو ادارو او بنسټونو ته هم لاړ شو چې له موږ څخه د دې پروسي ترسره کولو غوښتنه وکړي.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
15 مرسته کونکي فعالیت کوي