Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د سوداګرۍ، شرکت یا اتحادیې په اړه معلومات ترلاسه کړئ

د .....................سره د SINGA Paris سره

د.........لخوا وړاندیز شوي Singa Paris , The Human Safety Net, Cités Lab...میاشي کیږي چې نوي شوي 3 роки тому

تاسو په پاریس کې یاست او د یوې پروژې په اړه فکر کوی ولي د هغې د تعریف او په لاره اچولو لپاره مرستي ته اړتیا لری ؟

د سینګا پاریس لخوا وړاندیز شوی د پری انکیوبیشن برنامه تاسو ته اجازه او امکانات برابروي چې د شخصي تجارت، شرکت یا اتحادي رامینځته کول په اړه خپلو افکارو او لټون ته وده ورکړی او تجربه کړئ.

د 4 میاشتو په موده کې به تاسو وکولای شئ چې د ګډو او اجمتاعي ورکشاپونو او فردې غوڼدو له لارې تاسو د خپلې پروژې د بنسټونو د جوړولو او پراختیا په موخه ملاتړ او مرسته ترلاسه کړی.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د انکیوبیشن څخه د دمخه مرحله تاسو ته اجازه درکوي چې د لاندې موضوعاتو په اړه پوهاوی ترلاسه کړئ:

- په خپل شکرت یا کاروبار باندې کار کول او خپل تشبث ته وده ورکول

- ستاسو پیرودونکي څوک دي او د هغوی اړتیاوي پیژندل

- د خپلو سیالانو تحلیل کول ترڅو د دې موقعیت تعریف و پیزنئ

- دخپلې پروژې اړوند د ایکوسیستم وضعیت څیړل

- په کاري بازار کې د خپل ارزښت یا کاروبار تعریف او معلوملو

د انکیوبیشن د مخه مرحلې سره تاسو کولی شئ:

- د خپل بازار مطالعه او ارزیابي ترسره کړئ

- د پروژې تګلاره او کړنلاره تعریف کړئ

- په خپل پچ (پریزنټیشن) او خپلې کیسې ویلو باندې کار وکړئ

- د خپلې پروژې اندازه کولو او محاسبي کولو باندې کار وکړئ

د انکیوبیشن سره تاسو کولی شئ:

- په ګډو اجتماعي ورکشاپونو کې برخه واخلئ (هغه خلک چې د فرعي محافظت څخه ګټه پورته کوي او ځایی خلکو ترمنځ)

- یو انفرادي تعقیب ترلاسه کړئ چې ستاسو د پروژې بنسټ ایښودلو ته اجازه ورکوي

- د مسلکي شبکې د پراختیا لپاره له نوروسره په اړیکه کې کیدل

- د متشبثینو د ایکوسیستم برخه وګرځئ

څنګه یې وکړو ؟

هغه کس چې تاسو کولای شئ اړیکه ورسره ونیسئ لوی نومیږي Lou او په لاندې پتې ورته بریښنالیک واستوئ: lou@singa.fr

لاندې د درخواست کولو لپاره معیارونه او شرایط ذکر شوې دي:

- تاسو فرانسي ته نوي راغلي یاست

- لږترلږه په فرانسوي کې د A2 کچه ولری

- د پروژې مفکوره او پلان ولری

- تاسو د خپلې پورژې رامنځته کولو لپاره وخت او فرصت لرئ

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • basheer al ghothaniد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • baptisterد صفحي پورته برخه
  • fatma bouhejbaد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • hanna hasylovaد صفحي پورته برخه
  • singa idfایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles