د ډیجون په ښار کې سفر کول
سره د DIIAMOBILITES سره

د ډیجون په ښار کې سفر کول

سره 
د DIIAMOBILITES سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 21 juil. 2022

دا څه شی دی؟

د ډیجون میټروپولیټین سیمې بس او ټرام شبکه په بشپړ ډول د تماس اتوماتیک سیسټم سره مجهز ده. د سفر کولو کارت
په یوه ماشین باندې چارج کیږي (بې تماسه کارت یا ټکټ) چې تاسو یې باید وړاندې کړئ هرکله چې تاسو په بس یا ټرام کې ځئ د اعتبار کونکي مخې ته تیر کړئ، همدارنګه کله چې تاسو له یو بس یا ټرم څخه بل ته نقل کیږئ باید دوباره تایید کړئ. کله چې تاسو د اعتبار وړ کارت وړاندې کړئ نو یو شین چراغ یا رڼا کوي او د په دې معنی د ه چې ستاسو کارت د اعتبار وړ دی او کولای شئ چې سفر وکړئ!

دیویاموبلیتي (DiviaMobilities) د ګډون او نرخونو وړاندیز کوي چې ټولو مسافرینو ته تنظیم شوي ، منظم یا کله ناکله، ځوان یا زاړه ، د دوی عاید یا د دوی وضعیت پورې اړه لري.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

موده

د سفر موده: میاشت یا کال

هدف شوي کسان
هرڅوک
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

موده

د سفر موده: میاشت یا کال

هدف شوي کسان
هرڅوک
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی

ولې دا په زړه پورې ده؟

د سي ایم یو (بیمي) سند PASS CMU-C

د بشپړونکي نړیوال روغتیا پوښښ (CMU-C) ګټه اخیستونکو لپاره وړیا تکمیلي روغتیا بیمه (CSS) یا دولتي طبي مرستې (AME) ګټه اخیستونکي.

د میاشتې له لومړۍ څخه تر وروستۍ ورځې پورې اعتبار لري، په ټول Divia ټرانسپورټ بس او ټرام شبکه کې سفر کول شامل دي.

اړین اسناد:

  • د CPAM ثبوت
  • د CSS ګټه اخیستونکو لپاره: د کوټ دی اور (Côte d'Or) روغتیا بیمې څخه یو لیک لرل چې یادونه کوي چې CSS وړیا دی

بیه : 21€ / میاشت

یاونه: ستاسو صاحب د کار ستاسو د ګډون 50 فیصده پوښي.

پاس CMU-C - کار غوښتونکی

د کار غوښتونکو لپاره چې د بشپړونکي نړیوال روغتیا پوښښ (CMU-C) یا وړیا تکمیلي روغتیا بیمې (CSS) څخه ګټه پورته کوي.

د میاشتې له لومړۍ څخه تر وروستۍ ورځې پورې اعتبار لري، په ټول Divia ټرانسپورټ بس او ټرام شبکه کې سفر کولو شامل دي.

د چمتو کولو برخې :

  • د 10 ورځو څخه کم د راجستریشن دورې سند چې د کار مندني مرکز Pôle Emploi لخوا صادر شوی وي
  • ستاسو د اوسني حقونو سره د CMU-C سند چې د CPAM لخوا صادر شوی وي
  • د CSS ګټه اخیستونکو لپاره: د کوټ دی اور (Côte d'Or) روغتیا بیمې څخه یو لیک لرل چې یادونه کوي چې CSS وړیا دی

بیه : 6€ یورو هره میاشت

50 فیصده د 18 او 25 کلنو کسانو لپاره جواز (PASS 18/25 ANS)

د 18 څخه تر 25 کلنو ځوانانو لپاره (په ډیجون کې زده کونکي، یا ځوان کارګران)، د CMU-C یا AME ګټه اخیستونکي، یا د 0 bis څخه تر 7 درجو پورې د سکالرشپ لرونکي زده کونکي، تر هغې ورځې پورې اعتبار لري چې دوی 26 کلن شي.

د میاشتې له لومړۍ څخه تر وروستۍ ورځې پورې اعتبار لري چې په ټول Divia ټرانسپورټ بس او ټرام شبکه کې سفر کول شامل دي.

د چمتو کولو برخې :

  • د هویت کارت (یا پاسپورټ)
  • د 0 bis څخه تر 7 درجو لپاره د سکالرشپ سند لرل یا د CMU-C سند چې د CPAM لخوا صادر شوی وي.

بیه : 15€ یورو هره میاشت

کم شوی قیمت: د 5 کلنو څخه تر 17 پورې جواز

د 5 څخه تر 17 کلنو ځوانانو لپاره ، د ډیجون میټروپول اوسیدونکي دي چې د کورنۍ برخه (quotient familial) یې له € 900 څخه کمه ده. د اثتثنا په توګه، د لیسې زده کونکو لپاره چې عمر یې 18 او تر هغه ډیر وي او په دوهم، لومړي یا وروستي ټولګي کې د ډیجون ښار په یوه تاسیس کې زده کړې کوي او د هغوی قانوني سرپرست د ډیجون ښار اوسیدونکی دی.

د چمتو کولو برخې :

  • د هویت کارت (پاسپورټ یا د کورنۍ کتابچه یا د استوګنې اجازه)
  • د ښوونځي سند
  • د قانوني استازي د پتې ثبوت چې له 3 میاشتو څخه کم مودې کې صارد شوی وي
  • د CAF د تادیې سند (د کورنۍ برخه (quotient familial) له € 900 څخه کم وي) د روانې میاشتې یا تیرې میاشتې لپاره یا د تیرې مالیې د ورکړي سند او د CAF څخه د مرستي اخیستني میاشتنۍ بیان

نرخونه : 3€ یورو هره میاشت یا په کال کې 31.50€

پاس 10+1 CMU-C

د بشپړونکي نړیوال روغتیا پوښښ (CMU-C) ګټه اخیستونکو لپاره ، وړیا تکمیلي روغتیا بیمه (CSS) یا دولتي طبي مرستې (AME).

د 1 ساعت د 11 سفرونو لپاره د اعتبار وړ، په ټول Divia ټرانسپورټ بس او ټرام شبکه کې د سفر کول شامل دي.

اړین اسناد:

  • د CPAM ثبوت (د بشپړونکي نړیوال روغتیا پوښښ یا دولتي طبي مرستې ګټه اخیستونکي)
  • د Côte d'Or د روغتیا بیمې یو لیک لرل چې د وړیا CSS یادونه پکې شوې وي.

بیه : €7 یورو د 11 سفرونو لپاره

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

خپل کارت جوړ کړئ او ګډون واخلئ

د خپل ټرانسپورټ کارت جوړولو او د موسم ټکټ غوره کولو لپاره، د Divia Mobilités ادارې، 16 Place Darcy، 21000 DIJON ته لاړ شئ.

یادونه: دوشنبه تر شنبې د سهار له 9:30 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې.

تایید کول مه هیروئ!

د کارت ورکول یا اعتبار باید په هر ځل ختلو کې په سیستماتیک ډول ترسره کړئ، همدارنګه کله چې تاسو له یو بس یا ټرم څخه بل ته خیځی.

ټکټ ورکړئ

که تاسو مجبور یاست چې د یو ټکټ پیسې ورکړئ، نو لاندې لینکنو ته لاړ شئ:

د DIVIAMOBILITES غوښتنلیک وکاروئ

وصل شوي حرکت وکړئ! د DiviaMobility اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ، په ډیجون ښار کې د ټولو خوځښتونو لپاره یوازینی غوښتنلیک: بس، ټرام، بایسکل او پارکینګ.

- د مختلف خدماتو او حالتونو په اړه ټول معلومات ومومئ: په خپل وخت سره د راتلونکو نقل او حرکت وسایلو وختونه معلومول، مهال ویشونه، د خپل مسیر اټکل کول ...

د ګوګل پلی سټور څخه ایپ ډاونلوډ کړئ

اپلیکیشن د اپل سټور څخه ډاونلوډ کړئ

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
10دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

DIVIA