Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په ډیجون (Dijon) کې وړیا روغتیايي ازموینې ترسره کړئ

د .....................سره د l'Assurance maladie سره

د.........لخوا وړاندیز شوي Centre d'Examens de Santé de l'Assurance Maladie Côte d'Or ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د ډیجون (Dijon) د روغتیا یا صحي ازموینې مرکز ستاسو د روغتیایي بیمې حقونو او روغتیا یي وضعیت په اړه د یوې تفصیلي ناستي او ازموینو وړاندیز کوي.

تاسو کولی شئ بیلا بیلي ازمویني ترسره کړئ:

  • د وینې معاینه ،
  • د وینې فشار ،
  • د سترګو او غوږ ازموینه ،
  • د زړه د ضربان معاینه ،
  • خولې او غاښونو معاینه او داسې نور

په بشپړ ډول وړیا، دا ازموینې په انفرادې ډول ترسره کیږې او د هر کس د عمر، جنس، شخصي او کورنۍ شالید له مخې تنظیم شوې.

د روغتیا متخصصین شتون لري چې ستاسو مشکلاتو په اړه له تاسو سره مشوره کوي او ستاسو د روغتیا د ستونزو په اړه مشوره درکوي.

تاسو باید په خالي معده ازموینو ته راشئ ، د دې معنی دا ده چې تاسو باید له ازمینو ته د راتلو دمخه په سهار کې خواړه ونه خورئ.

مهمه یادونه: د ازموینو یا معایناتو ترسره کولو لپاره تاسو باید کارت ویتال یا د بیمې سند ولرئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • تاسو به وکولی شئ د مختلفو طبي ازموینو په سرته رسولو سره د وړیا وقایوي ارزونې او معایناتو څخه ګټه پورته کړئ.
  • دا ستاسو لپاره یو فرصت هم دی چې تاسو په خپلو حقونو په اړه لارښوونه ترلاسه او مشوره وکړئ، د مثال په توګه (تادیه یا بیرته مصارف ترلاسه کول، ملاتړ یا مرسته ترلاسه کول، احتمالي مرستې، د درملنې سابقه، DMP ...)
  • په پای کې به تاسوته د روغتیا بیمې ملاتړ او مخنیوي اقداماتو د مختلفو برنامو په اړه معلومات درکړل شي، لکه (تمباکو، سالنډي، شکر، واکسین کول، MT'dents د غاښونو د تداوي پروګرام او داسي نور).

د مخنیوي یا وقایوي ازموینه سل په سله کې د روغتیا بیمې لخوا پوښل شوې .

پدې توګه تاسو کولی شئ د وړیا طبي ازموینو، مشورې او معلوماتو څخه ګټه پورته کړئ.

دا د روغتیا متخصصینو لکه (نرسانو، د غاښو ډاکټرانو، ډاکټرانو، روانشناسنو) له ټیم سره یوه وړیا لیدنه دی.

دا په همغه ورځ او د سهار لخوا له ټولو اړونده متخصصینو سره ترسره کيږي: ټولې ازموینې له 3 ساعتونو څخه په لږ وخت کې ترسره کیږي!

څنګه یې وکړو ؟

دا وړیا روغتیایي ازموینه یوازې د ملاقات د وخت اخیستول په واسطه ترسره کیږي.

د www.doctolib.frویب سایټ سیسټم له لارې د ملاقات وخت واخلې یا په ډیجون کې د روغتیا بیمې د روغتیا او طبي ازموینې مرکز ته د (دوشنبې څخه تر جمعې) پورې د سهار له 8 بجو څخه تر 12 بجو په لاندې شمیرې زنګ ووهئ.

0380792150

Lieu d'accueil

1D Boulevard de Champagne, 21000 Dijon, France

03 80 76 21 50

Chargement de la carte...

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • mesoد صفحي پورته برخه
  • chachou71د صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olgamyد صفحي پورته برخه
  • line morhainایډیټر او کره کتونکی
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه

Liens utiles