Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په Var ښار کې د فرانسوي ژبې کورسونو موندل

د .....................سره د A.B.C.D FLE پلیټ فارم سره

د.........لخوا وړاندیز شوي FACE VAR , CRI PACA (Centre Ressources Illettrisme)...میاشي کیږي چې نوي شوي 4 роки тому

د ABCD FLE ژبې پلیټ فارم په مرسته نوي راغلي بهرنيان چې په وار (Var) سیمه کې ژوند کوي کولای شي چې د فرانسوي ژبې کورسونه مندلو کې مرسته ترلاسه کړي.

هدف د فرانسوي کچې ښه کول دي ترڅو د مهاجرو ټولنیز او مسلکي ادغام ته وده ورکړي.

د اړونده کسانو د وضعیت معلومولو او د فرانسوي ژبې ازموینې ترسره کوولو لپاره یوه انفرادي مرکه تنظیم کیږي. بیا، هرکس ته د هغوی د اړتیاو مطابق د ژبې روزنې یا کورسونو په اړه معلومات ورکول کیږي، اوهمدارنګه د کورس تر پای پورې ورسره اړیکه نیول کیږي ترڅو معلومه کړي چې ایا هرڅه سم روان دي.

نوټ: دا خدمت د ټولو بهرنیانو لپاره خلاص دی چا چې د OFII سره د CIR تړون له 5 کلونو څخه د کمې مودې څخه لاسلیک کړی وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په وار (Var) کې وړاندیز شوي ټول فرانسوي کورسونه په پلیټ فارم کې ثبت او ورکړشوې دي.

د داسې کورس موندل خورا اسانه دي چې ستاسو لپاره مناسب وي!

تاسو کولی شئ د خپلې کچې معلومولو لپاره ازموینه ترسره کړئ. دا غوره ده چې خپله روزنه غوره کړئ.

هغه خلک چې د پلیټ فارم سره کار کوي په فرانسه کې د بهرنيانو ملاتړ کې پراخه تجربه لري.

تاسو کولی شئ په فرانسوي ژبه او مسلکي رشته کې ستاسو د راتلونکي روزنې او زدکړو لپاره مشوره ترلاسه کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

زه له خپل مرسته کوونکي مسؤول یا مرجع سره د ABCD FLE پلیټ فارم په اړه معلومات تبادله کوم د مثال په توګه ( د کارمندني مرکز Pole Emploi CEDIS، ټولنیز کار کونکی، ځایی ماموریت مرکز، OFII، انجمن، کار ګمارونکی...).

هغه به له پلیټ فارم سره اړیکه ونیسي.

تاسو کولی شئ د ملاقات وخت اخیستو لپاره لاندې ادرس ته یو بریښنالیک هم ولیږئ:

platform.abcdfle@fondationface.org

تاسو کولی شئ د ملاقات وخت اخیستو لپاره هم زنګ ووهئ:

0623170174

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • youد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
  • mesoد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
  • abrhamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • plateforme abcd.fleایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles