مهم معلومات
د .....................سره د PCB Sud Côte d'Or سره
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د خپلې بودیجې اداره او تنظیم کولو څرنګوالي په اړه مشوره ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
پي سي بي PCB تعریف او خدمات :
- ټولو ته د لاسرسي وړ خدمات، د دولت لخوا وړیا او تصدیق شوی.
- ستاسو د بودیجې اداره او تنظیم کولو په اړه وړیا او شخصي محرمي مشوري.
- وړ کارکوونکي .
- له بیلابیلو سیکتورنو سره شراکت او ملګرتیا لري لکه (بانکونه، پور ورکونکي، Action logement ، ADIL (د کورنو پیداکولو اداره)، ټولنیز خدمات...).
نوت: د PCB کړنو او اجراآتو په اړه د معلوماتو او پوهیدو لپاره تاسو کولی شئ دلته د یوټیوب ویډیو وګورئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د خپلې بودیجې مدیریت ته وده ورکړئ
- د ستونزمن مالي وضعیت سره مبارزه
- په کورنۍ یا مسلکي وضعیت او شرایطو کې د بدلون اټکل وکړئ
د ملاقات وخت اخیستو ورسته، PCB به ستاسو وضعیت وڅیړي، ستاسو پوښتنو ته به ځواب ووایی ، تاسو ته به د خپلې بودیجې اداره او تنظیم کولو کې مشوره درکړي او تاسو ته به د بودیجې په جوړولو او ادارکولو کې د ملاتړ وړاندیز وکړي. د اړتیا په صورت کې به دوی تاسو مناسبو مسلکي کسانو ته ور معرفي او لارښوونه وکړي.
پي سي بي PCB به تاسو ته ستاسو د بودیجې د نظارت او تعقیب لپاره د وسایلو او امکاناتو وړاندیز وکړي، لکه (غوښتنلیکونه یا اپلیکیشنونه، ویب پاڼي او داسي نور)
څنګه یې وکړو ؟
د تلیفون شمیره ( 06 70 37 94 09 ) او بریښنالیک (pcb21sud@mfbssam.fr ) ستاسو په اختیار کې دي ترڅو اړیکه ونیسئ.
د دوه کارې ورځو په جریا کي د ملاقات لپاره وختونه واخلې.
د پنجشنبې په ماسپښین به بیون (Beaune) ښار کې او د جمعې په سهار په کویتني (Quetigny) کې تنظیم شوي .
د کارې مرکزونو پتي :
- 9 rue Gustave Eiffel - 21200 BEAUNE (jeudi après-midi) (د پنجشنبې ماسپښین)
- 2 rue des Aiguisons - 21800 QUETIGNY (vendredi matin) (د جمعي سهار)
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
15 مرسته کونکي فعالیت کوي