د سبزیجاتو او میوه جاتو د کرنې په برخه کې روزنه ترسره کړئ
سره د Abajad سره
دا څه شی دی؟
دا روزنه چې (په درې دورو د فبروري څخه تر اګست میاشتې ترسره کیږي چې نیټي یې لاندې ذکر شوي) او موخه یې د BPI (د مهاجرت اسناد لرونکي او اجتماعي محافظت اسناد لرونکي ) یا نوي راغلي کسان چې د اوت دی سین (Haut de Seine) (92) ولایت او پاریس (75) کې ژوند کوي او یا هم پکې میشته دي، او په فرانسوې ژبه کې ستونزې لري د سبزیجاتو او میوه جاتو د کرنې یا زراعت په بخش کې ورسره ملاتړ او مرسته کول دي.
دا تعلیمي دوره د ذکر شویو سیکتورنود فعالیت په اړه په تیوریکي او عملي زده کړو تمرکز لري:
- د تیوریکي روزنې هدف د بازار د باغدارۍ یا سبزجاتو تجارت پورې اړونده اصطلاحاتو زده کړه ده.
- دعملي روزنې هدف د باغ جوړونې وسایلو کارولو څرنګوالي، د سوداګرۍ تخنیکونو کې مهارت ترلاسه کول، د ایکولوژی او بیولوژیک کښت په اړه پوهاوي لوړول، او د خوندیتوب لارښوونو او لارو چارو باندي پوهیدل دي.
زده کونکي به د دې امکانات هم ولري چې د ځان باور، کار موندنې یا همدارنګه نقل او حرکت ورکشاپونو کې برخه واخلي .
دا د چا لپاره دی؟
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
نیټې: د فبروري له 28 څخه د اپریل تر 8 پوري
6 اوني
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
نیټې: د فبروري له 28 څخه د اپریل تر 8 پوري
6 اوني
ولې دا په زړه پورې ده؟
د برنامې ټاکلي اهداف
- دندې ته لاسرسی: د رزاعت یا د سبزیجاتو او میوه جاتو د کرني برخه کي، باغبانی په برخه کي، د زراعتي ځمکو ساتونکی، او داسي نور
- لومړنۍ پوهه یا مهارتونو زده کول یا پیاوړي کول
- په ورځني ژوند کې خپلواک او په ځان اعتماد: یو کسب زده کول او ټولنیز- مسلکي مهارتونوته وده ورکول
د ګډونوالو مشخصات او ډول
د اوت دی سین (Haut de Seine) په ولایت یا د پاریس په 75 ناحیه کې د اوسیدو ځای او اشنایي لرل او په دې سیمه کې استوګنځای لرل ...
کډوال، فرعي یا اجتماعي د مهاجرت اسناد لرونکي، نوي راغلي کسان، د اوسیدو جواز یا تتخ دی سیجور لرونکي کسان
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
موږ سره اړیکه ونیسئ!
د اباجد Abajad ټولنه:
- تلیفون: 06 28 25 81 20
- بریښنالیک: hello@abajad.com
د غوښتنلیک فورمه
دا فورمه ډکه کړئ