په ټیټو نرخونو کې خپله خریداري وکړئ
سره له l'Épicerie Sociale سره

په ټیټو نرخونو کې خپله خریداري وکړئ

سره 
له l'Épicerie Sociale سره

په لنډ ډول

دا څه شی دی؟

د EPIMUT ټولنیز خوراکي توکي تاسو ته په ورځني محصولات لکه (خواړه، حفظ الصحه، ساتنې وسایل او کالي) په ټیټو نرخونو (له -70 څخه تر 90 فیصده پورې) د مونټبار او کوتینی (Montbard et Quetigny) په دوو پلورنځیو کې ترلاسه کړئ.

د دې محصولاتو پلورلو سربیره، د l'Épicerie Sociale EPIMUT ټولني ټولنیز کارمندان کولی شي له تاسو سره د کارې وختونو پرمهال په اداري پروسیژرونو او اجراآتو په ترسره کوولو کې مرسته هم وکړي.

تاسو کولی شئ د EPIMUT لخوا تنظیم شوي اجتماعي غونډو او فعالیتونو کې هم برخه واخلئ، لکه: د پخلي ورکشاپونه، تفریح، او داسي نور.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

ولې دا په زړه پورې ده؟

په ټیټ نرخ د محصولاتو پلور: له 70 فیصده څخه تر90 فیصده پوري

  • غوښه ، کب او هګۍ ،
  • لبنیات ،
  • شیرني ،
  • ساتل شوي او منجمد شوي محصولات ،
  • وچ خوراکي توکي (وريجې، پاستا، اوړه، بوره ...) ،
  • د پاکارۍ توکي (د کالو مینځلو پوډر...) ،
  • د حفظ الصحې توکي (د شاور جیل، شیمپو ...).

د ټولنیزو کارمندانو کارې دفتر او کارې وختونه

د EPIMUT ټولنیز کارګران کولی شي له ستاسو سره د کارې وختونو پرمهال ستاسو پروسیژرنو او اجراآتو کې مرسته وکړي.

په ډله ایزو کړنو او فعالیتونو کې د ګډون امکان

که تاسو وغواړئ کولی شئ د EPIMUT لخوا تنظیم شوي مختلفو اجتماعي کړنو او فعالیتونو کې برخه واخلئ. د مثال په توګه ، د پخلي ورکشاپونه، تفریح، کلتوري سفرونه (موزیمونه، نندارتونونه او داسي نور) ، په جورا (Jura) کې وتل او تفریح او داسي نور.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د یو ټولنیز کارمند لخوا را معرفي کیدل

تاسو باید له خپل اړونده ټولنیز کارمند سره اړیکه ونیسئ، لکه (د ډیپارټمنټ شورا، CCAS (د ټولنیزو او رضاکارنه فعالیتونو مرکز)، ډیجون میټروپول، کولیا، اډوما، کروا-روج، اکوډیج، اډیفو ...).

د EPIMUT ټولنیزو کارمندانو سره اړیکه ونیسئ

تاسو کولی شئ په مستقیم ډول د EPIMUT ټولنیزو کارمندانو سره په لاندې نقشه کې ښودل شویو دوو ادرسونو له لارې له هغوی سره اړیکه ونیسئ (د دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 9 بجو څخه تر 12:30 بجو او 1:30 بجي څخه تر 5 بجو پوري).

  • د تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ: 03.80.46.89.49 یا 03.58.02.10/02
  • د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ:
  • epimut-quetigny@mfbssam.fr یا epimut-montbard@mfbssam.fr
یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
EPIMUT

Epicerie Sociale et Solidaire