د سبزې فروشي په بخش کې دنده ومومئ
سره د Pré Vert سره

د سبزې فروشي په بخش کې دنده ومومئ

سره 
د Pré Vert سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 23 mars 2021

دا څه شی دی؟

پری ویرت (Pré Vert) د کارې ادغام پروژه ده چې له هغو خلکو سره مرسته کوي چې ټولنیز او مسلکي ژوند ته د بیرته راستنیدو کې له ستونزو سره مخ وي تر څو هغوی د بیولجکي محصولاتو بازار کې د باغدارۍ یا سبزیجاتو په برخه کې کار وکړي.

پری ویرت (Pré Vert) هر کال د ډیجون میټروپولیټین سیمې شاوخوا کې پنځوس نارینه او ښځینه ملاتړ کوي.

نوټ: کاري سایټ یا ځای د یوې ټاکلي مودې د کارموندنې تړون (CDDI) لاندې د خلکو ګمارلو امکانات لري.

د CDDI تړون د څلورو میاشتو څخه تر دوه کلونو پورې د نوې کیدو امکانات لري (اعظمي دوره) کارې ساعتونه له 26h څخه تر 35h پورې په اونۍ کې.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

د CDDI قراردادونه

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
مهم!

د CDDI قراردادونه

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله

ولې دا په زړه پورې ده؟

دندې ته د لاسرسي په وړاندې خنډونه لرې کړئ

د دې کارې پروژې هدف دا دی چې هغو خلکو ته اجازه ورکړي چې ټولنیز-مسلکي ستونزې او دندې ته لاسرسي کې ځانګړي خنډونو سره مخ وي، تر څو هغوی په مسلکي توګه بیا ورزل شي پداسې حال کې چې مناسب ملاتړ څخه ګټه پورته کوي او همدارنګه د معاش لرونکي کار او فعالیت خاوند هم یي.


د مسلکي ادغام مشاور انفرادي او ډله ایز ملاتړ چمتو کوي چې هدف یې د کارمندانو عادي دندې ته لنډ، متوسط یا اوږد مهاله راستنیدل دي.

د بازار باغدارۍ یا سبزیجاتو په برخه کې ځان مسلکي کړئ

د دوه تخنیکي بازار باغبانانو یا په اړونده برخه کې د مسلکي کسانو لخوا له تاسو سره مرسته او ملاتړکیږي لکه (یو د کرنې مدیر او بل متخصص ښوونکی) سره یوځای، په برنامه کې کارمندان د سبزیجاتو تولید او کرنه کې برخه اخلي، لکه (تخم کرل، کښت او حاصلاتو ساتنه) او همدارنګه د هغې بسته بندي، نقل او ترانسپورټ او پلور پورې اړوند ټولو دندو کې برخه اخلي.

د بازار باغدارۍ یا سبزیجاتو په برخه کې د دندو سره سره ، د انضمام کاري سایټ د غوښتنې غوره کونکي او تحویلي ډرایور پوستونه هم وړاندیز کوي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

په برنامه کې د ګډون لپاره

د غوښتنلیک یا ګډون لپاره د خپل کارمندني مرکز یا د ماموریت ځایی مشاور سره خبرې وکړئ.

تاسو کولی شئ مستقیم د شمولیت پلیټ فارم له لارې غوښتنه وکړئ:

https://emplois.inclusion.beta.gouv.fr/

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
10دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Jardin d'insertion PRE VERT