Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

رضاکارانه کار کول

د .....................سره له JeVeuxAider.gouv.fr سره

د.........لخوا وړاندیز شوي JeVeuxAider.gouv.fr ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 jours

JeVeuxAider.gouv.fr د فرانسې یو دولتي وېب‌سایټ دی چې هغه کسان سره نښلوي چې غواړي رضاکارانه کار (bénévolat) وکړي او هغه ادارې چې رضاکارانو ته اړتیا لري.

پدې وېب‌سایټ کې:

  • په ټوله فرانسه کې بېلابېلې رضاکارانه دندې شته چې ستاسو د مهارتونو او وخت له موجودیت سره سمون لري
  • بېلابېل فعالیتونه وړاندې کېږي، لکه د طبیعت ساتنه، له اړمنو کسانو سره مرسته، سپورتي او کلتوري پروګرامونه، روغتیا او زده‌کړه.
یادونه: رضاکارانه کار دا معنا لري چې پرته له دې چې معاش ترلاسه کړئ تاسو خپل وخت د یوې ټولنیزې یا عامه ګټې پروژې لپاره ورکوئ،.د رضاکارانه کار لپاره باید: په فرانسه کې اوسېږئ او عمر مو له 16 کلونو زیات وي.

په دې وېب‌سایټ کې شاوخوا 21000 ادارې ثبت دي، چې پکې ټولنې (associations)، عامه او خصوصي ادارې، او سیمه‌ییزې ادارې شاملې دي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په رضاکارانه فعالیت (bénévolat) کې ګډون کول تاسو ته دا فرصت درکوي چې:

  • له یوې ټولنې (association) سره مرسته وکړئ
  • د مهمو موضوعاتو لپاره کار وکړئ، لکه د طبیعت ساتنه، ټولنیزه همکاري، سپورټ او د حیواناتو ساتنه
  • له نورو خلکو سره مرسته وکړئ، لکه د خوړو وېشل، له زړو کسانو سره ملتیا، یا د ماشومانو لپاره د فعالیتونو ترسره کول.
یادونه: د رضاکارانه کار موده د دندې له ډول سره تړاو لري: کېدای شي هره اونۍ څو ساعته وي، یا یوازې یوه ورځ وي... ځینې رضاکارانه دندې له لرې واټن (آنلاین) څخه هم ترسره کېدای شي.

رضاکارانه کار کول تاسو سره مرسته کوي چې پوه شئ:

  • یوه ټولنه یا اداره (عامه یا خصوصي) څنګه فعالیت کوي؟
  • د فرانسې جمهوریت ارزښتونه.

  • د نورو رضاکارانو، ستاسو د ښار اوسیدونکو، مسلکي کسانو، او د ټولنې مشرانو سره کتل.
  • نوي کلمې زده کړئ، په مختلفو حالاتو کې ښه اړیکه نیول.

څنګه یې وکړو ؟

1. په وېب‌سایټ کې د رضاکارانه دندو لټون کول. دلته کلیک وکړئ.

تاسو کولی شئ ښار، د فعالیت ډول، نېټې او هغه ورځې وټاکئ چې پکې وخت لرئ.

2. د دندې د تشریح او معلوماتو پاڼه په دقت سره ولولئ.

3. که دنده ستاسو خوښه وي، د «Je propose mon aide» (زه خپله مرسته وړاندې کوم) پر تڼۍ کلیک وکړئ ترڅو له ټولنې (association) سره اړیکه ونیسئ.

4. خپل برېښنالیک (ایمیل) ولیکئ او ټولنې ته پیغام واستوئ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، اړونده معلوماتي پاڼه وګورئ. دلته کلیک وکړئ.

17 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • margotgltاډمین
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marina bondarenkoد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • jafhaد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
  • lanie456د صفحي پورته برخه
  • aman expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiiabد صفحي پورته برخه
  • nassim de jeveuxaiderایډیټر او کره کتونکی
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه

Liens utiles