مهم معلومات
د .....................سره د La Cloche سره
په نښه شوي خلک
ستاسو په ګاونډ کې ټولنیزې اړیکې رامینځته کړئ
دا څه دي ؟
لا کلوش (La Cloche) یوه ټولنه ده چې هدف یې په محل کې د اوسیدونکو وګړو، همسایګانو او د بې کوره کسانو تر منځ ارتباطات، اړیکي جوړول دي او د نظر او افکارو تبادله کول دي.
لا کلوش د خلګو ترمنځ د فاصلي او جالوالي په اړه پوهه لوړوي او د هرچا لپاره د فعالیتونو او ارتباطاتو لپاره یو چوکاټ چمتو کوي:
- د بې کوره خلکو د انزوا او تنهایۍ پروړاندې مبارزه
- د ټولنیزو اړیکو رامینځته کول: په ساده ډول خبرې کول
لا کلوش د ملاتړ برنامه نده مګر په ساده ډول تاسو ته اجازه درکوي د فعالیتونو او غونډو له لارې ټولنیزې اړیکې رامینځته کړئ.
که تاسو غواړئ زموږ په فعالیتونو کې برخه واخلئ، تاسو کولی شئ په مستقیم ډول راشئ (زموږ ټول فعالیتونه زموږ په سایټ کې لیست شوي دي) یا موږ سره اړیکه ونیسئ.
له مونږ چې څوک غواړې په حیث د رضاکارانو کار وکړي، که هغه په نامناسبو حالتو کې وي یا نه، لارې پیژني یا نه، هرڅوک کولی شي زموږ د ټولنې سره داوطلب شي. هدف دا دی چې په پروژه کې د ګډون احساس کولو لپاره ارتباطات رامینځته کړئ.
موږ هیڅ ګټه اخیستونکی یا نور نلرو، خلک زموږ په فعالیتونو کې د ګډون لپاره راځي او بیا کولی شي رضاکار شي که چیرته هغوی وغواړي، مګر دا لازمي او شرط ندی.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د خلکو سره خبرې کول، په فعالیتونو کې برخه اخیستل، دا د هستوګنې یا خواړو موندلو په څیر مهم دي.
د لا کلوش ټولنې هدف په محل کې د ګاونډیو "یوځای کول" دي: د نظرونو تبادله کول، فعالیتونه، سندرې ویل، مرستې کول او داسې نور.
د لا کلوش لپاره د داوطلب کیدو له لارې، تاسو د تنهایۍ او انزوا پروړاندې مبارزه کې د خپل وس او مسوؤلیت په کچه برخه اخلئ. تاسو به وکولی شئ د بې کور کسانو سره اشنایي پیدا کړئ او د هغوی ژوند په ښه توګه درک کړئ او نوي مهارتونو ته وده ورکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ د نورو معلوماتو لپاره contact@lacloche.org ته ولیکئ او په لا کلوش (la Cloche) کې داوطلب شئ. ټولنه په بورغدو ، لیل، لیون، ماغسی، نانټیس، پاریس، رینیس، سټراسبورګ او تولوز کې په کفایتریاو کې د همغږی او تبادلي ځایونه لري چيرته چې تاسو کولای شئ له یو بل سره ووینئ.
تاسو ته نږدې لا کلوش (la Cloche) موندلو لپاره لاندې ویب سایټ ته ولاړشئ ، دې سایټ ته مراجعه وکړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي