مهم معلومات
د .....................سره د SOLIHA AIS 25-21 سره
په نښه شوي خلک
دا چېرته دی ؟
د هستوګني ځای او کور ومومئ چې ستاسو اړتیاو سره سمون ولري
دا څه دي ؟
د سولیها (SOLIHA) ټولنیزو املاکو اداره کولی شي تاسو ته د ارزانه او کمي کرایي سره په خصوصي سکتور کې د کرایې لپاره د هستوګنې او کور وړاندیز وکړي.
دا اداره د کرایې لپاره د شتون په صورت کې د مختلفو ډولونوهستوګنو او په بیلابیلو قیمتونوکې وړاندیز کوي.
د ادارې هدف د هغه خلکو ځای پرځای کول دي چې اقتصادي مشکلات لري او څوک چې بیرته استوګنې او د اوسیدو ځای ته عاجله اړتیا لري لکه (هغه کسان چې استوګنځي پریږدي، د کورني تاوتریخوالي قرباني میرمني، د بې کوره کیدو خطرکې کسان، هغه کسان چې په نا مناسبو او یا ناپاکه کورونو کې ژوند کوي او داسي نور).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
دا اداره یا اژانس د کرایه کونکو کسانو غوښتنو ته د امکان تر حده پام کوي ترڅو وکولای شي د دوی اړتیاو مطابق له دوی سره د کور په پیدا کولو کې مرسته او ملاتړوکړي.
کله چې استوګنځی شتون ولري، ستاسو ځای په ځای کیدل په ګړندي ډول پکي ترسره کیږي.
اداره د استوګنې مختلف ډولونه او په مختلفو نرخونو او ارزانه کرایې کورونه وړاندې کوي، دا ټول پدې پورې لري چې څومره استوګنځایونه شتون او د لاس رسي وړ دي.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ د نوماندۍ دوسې ترلاسه کولو لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ ، دوسیه باید بشپړه شي او د ټولو ملاتړ کونکو اسنادو سره یوځای بیرته واستول شي (د اړیکې نیولو لپاره لاندې نقشه وګورئ).
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي