د ساتونکې (ګارډ) پیشې او بخش کې روزنه ترلاسه کړئ
سره له IRTESS سره
دا څه شی دی؟
دا روزنه تاسو ته اجازه درکوي چې د طبي - ټولنیزو تاسیساتو کې د شپې څارونکي او ساتونکي په بخش او مسلک کې کارکولو ته لاسرسی ومومئ. په دغو تاسیساتو کې د ماشومانو، لویانو او معلولینو او همدارنګه د ټولنیزو ستونزو سره مخ کسان ساتل کیږي.
د شپې نظارت کونکی او ساتونکی په دی تاسیساتو کې د شته کسانواو توکو د امنیت ساتنه کوي او د خوندیتوب تضمین کوي.
دا د چا لپاره دی؟
له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
21 - Côte-d'Or
له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
21 - Côte-d'Or
ولې دا په زړه پورې ده؟
د مختلفو ماموریتونو او مسؤولیتونو سرته رسول
- د تاسیساتو د اوسیدونکو خوندیتوب تضمین او امنیت ساتنه
- په استراحت او خوب کولو کې مرسته کول
- نورو ته غوږ نیولو او هغوی ته اطمینان او دلاساینه ور کول
- د خطراتو مخنیوی کول
- له هغو کسانو سره چې خپله نشي کولای د ځان پاملرنه وکړای شي له هغو سره په پانسمان او طبی اړتیاو کې مرسته کول او صحي خدماتوچمتو کول
په OHS (د لومړنۍ مرستې کارمند) او PPE (داولیه مرستو غړی) کې روزنه ترلاسه کړئ
دا روزنه تاسو ته ددي امکانات او زده کړې درکوي چې د لومړنۍ مرستې او همدارنګه د اور لګیدنې په صورت کې د اور مهارولو په هکله معلومات او عملې روزنه ترلاسه کړئ.
د اړیکو جوړولو مهارت او زدکړه
دا روزنه به تاسو ته له اوسیدونکو او بیلابیلو مسلکیانو لکه اداري کارمندانو ، طبي کارمندانو ، او نورو سره د اړیکو جوړولو او برخورد په زمینه کې مرسته وکړي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
که تاسو په لاندې معیارونه پوره یاست ...
د اوسیدونکو او د بیلابیلو مسلکی کسانو (اداري کارمندانو ، طبي کارمندانو ...) سره په اړیکو کې ځان ښه احساس وئ او ستونزه نه لرئ.
په یادو تاسیساتو کې په ښه او فعاله توګه د کار او خدماتو وړاندې کولو لپاره ځان اماده او مناسب بولئ.
په اخیر کې ، تاسو د شپې کار کول خوښوئ او په غیر منظمووختونو کې د کار کولو زغم ولرئ.
موږ سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ
تاسو کولی شئ د روزنې مدیر سره اړیکه ونیسئ - وینسینټ چاوټ (Vincent CHAUVOT) - د تلیفون له لارې: 03.80.72.64.67 / یا د بریښنالیک له لارې: vchauvot@irtess.fr
تاسو کولی شئ د روزنې سکریټریټ سره هم اړیکه ونیسئ - لوسي توریټ (Lucie THEURIOT) - د تلیفون له لارې: 03.80.72.64.55 / یا د بریښنالیک له لارې: ltheuriot@irtess.fr