کمپیوټرې او انټر نيټی زدکړې وکړئ
سره له Emmaüs Connect Bordeaux سره
دا څه شی دی؟
دا یوه اتحادیه یا اسوسیشن دی چې په ټیټه بیه د ټکنالوجۍ تجهیزاتو او وسایلو په رانیولو او اخیستلو کې مرسته کوي لکه، کمپیوټر، ایپاډ، موبایل ټلیفون.
اړونده اسوسیشن له تاسو سره مرسته کوي چې ددې وسایلو استخدام په روزمره ژوند کې زده کړی.
باور لرو چې ډیجیټل ټیکنالوژي د انسجام لپاره د خپل ظرفیت لوړولو لپاره یو ځانګړی فرصت وړاندې کوي ، ایمااوس کنیکټ Emmaüs Connect د 2013 راهیسې کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ډیجیټل ټیکنالوژي هغه چا ته هم ګټه ورسوي چې تر هرچا نه زیاته اړتیا ورته لري: بی وسه او ناچاره کسان.
دا د چا لپاره دی؟
ستاسو د عایداتو او وس مطابق افرونه
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
33 - Gironde
ستاسو د عایداتو او وس مطابق افرونه
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
33 - Gironde
ولې دا په زړه پورې ده؟
ډیجیټل او کمپیوټري وسایلو او تجهیزاتو د پیرود وړتیالرل
لکه یو کمپیوټر، سمارټ فون، ایپاډ، د تلیفون خط یا سیم کارت اخیستو بیه...
ډیجیټل یا ټکنالوجۍ په بخش کې مهارتونو ته وده ورکړی.
اتحادیه یا اسوسیشن تاسو ته د مختلفو ډیجیټل او کمپیوټري وسایلو کارولو لارښوونه کوي لکه (د یو کمپیوټر اماده کول او یا نوې ټلیفون، په انټرنټ د معلوماتو لټون).
د پيوستون او ټیټو نرخونو ته لاسرسی
اتحادیه د اصلې نرخ څخه تر ٪40 فیصده پورې د تخفیف او کم قیمت وړاندیز کوي.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د یو ټولنیز کارمند لخوا راجع او را معرفي کیدل
دې خدمت ته د لاسرسي لپاره تاسو باید د خپل ټولنیز کارمند سره په تماس کې شئ یا د CCAS (په انزوا کې کس) یا MDSI (کورنیو) څخه د ټولنیز کارمند غوښتنه وکړئ.
ټولنیز کار کونکی د ملاقات د وخت اخیستو لپاره ایماوس کنیکټ Emmaüs Connect سره اړیکه نیسي او تاسو ته به د ملاقات وخت تاییدې ورقه درکړي.