د بوغدو په ښار کې یو ټولنیزژوند لرل
سره له Oxigène ټولنې سره
دا څه شی دی؟
د خیاطۍ او رسامۍ ورکشاپونو او د ټکنالوجۍ په بخش کې ورکشاپونوکې برخه اخیستل ترڅو د کمپیوټر استعمال زده کړئ، د فرانسوې ژبې کورسونه، په بوغدو ښار کې سیر او تفریح او همدارنګه د ورزشي پروګرامونه لکه سوپرولوجي.
د ټولني یا اسوسیشن هدف د محرومیت او انزوا په وړاندي مبارزه کول او د خپلو فعالیتونو له لاري د خلګو په منځ کې اجتماعي روابط جوړول دي او هغوی ته ددې زمینه برابره وې ترڅو په خپل ځان باور او احترام نفس پیدا کړي.
دا د چا لپاره دی؟
نا مشخص
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
33 - Gironde
نا مشخص
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
33 - Gironde
ولې دا په زړه پورې ده؟
په ځان باور او اعتماد لاسته راوړل او ښه احساس کول
ټولنه یا اسوسیشن مرسته کوي چې:
- خپل ځان خه وپیژني
- شخصي اهداف ټاکل اویا هم مسلکي
- د فعالیتونو په درک او پيداکولو سره ځان فعاله ساتل
له نوروکسانو سره لیدل
دا همدارنګه د لیدنو کتنو اود افکارود تبادلې ځای دی له هغو کسانو سره چې د بغدو په ښار کې اوسیږي.
په فرانسوي کې پرمختګ
د نورو ګډونوالو سره د فعالیتونو او خبرو اترو له لارې ټکي زده کړئ او د ژبې مهارتونه ښه کړئ.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د خپل ټولنیزملاتړکونکي لخوا لارښونه ترلاسه کول
دا اسوسیشن خپل خدمات هغو کسانوته وړاندې کوي چې په مشکل کې وي. له خپل ټولنیز او یا د کارمندنې مرکز له مشاور څخه غوښتنه وکړئ چې له مونږسره ستاسو په ارتباط تماس ونیسي.
زه مستقیم تماس نیسم
د نورو معلوماتو لپاره په لاندې بریښنالیک پته له موږ سره اړیکه ونیسئ: oxygene.asso@wanadoo.fr