په بوغدو (Bordeaux) ښار کې ټولنیز خدمت ترسره کول
سره د Coop'R Unis-Cité سره

په بوغدو (Bordeaux) ښار کې ټولنیز خدمت ترسره کول

سره 
د Coop'R Unis-Cité سره

دا څه شی دی؟

کوپ آر (Coop'R) د مدني خدماتو پروګرام دی چې د یوني سیتي (Unis-Cité) ټولنې لخوا تنظیم شوی.

دا په فرانسه کې د ملګرو جوړولو او ادغام لپاره په بیلابیلو برخو کې د ماموریتونو او فعالیتونو لرلو سره د 8 میاشتو پروګرام دی.

دا پروګرام د اکتوبر میاشتي کې پیل کیږي او د جون په میاشت کې پای ته رسیږي (په اونۍ کې 26 ساعته).

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

33 - Gironde

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
موده

8 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

33 - Gironde

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
موده

8 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

خپله کچه په فرانسوې ژبه کې ښه کول

دا ټولنیز خدمت تاسو ته اجازه درکوي چې خپله کچه په فرانسوې ژبه کې بهتره کړې په داسی حال کې چې تاسو له خپل شتون او سرګرمیوڅخه خوند اخلئ.

نوي شیان زده کړئ

تاسو به وکولی شئ په بیلابیلو برخو کې ګټور ماموریتونه ترسره کړئ او له همدې لارې نوي شیان هم زده کړئ.

ستاسو د راتلونکي پروژو او پلانونوجوړولو لپاره یو غوره ځای

مدني خدمت کولی شي تاسو سره ستاسو راتلونکي پروژو او پلانونو چمتو کولو کې مرسته وکړي او ستاسو مسلکي پروژې جوړولو کې هم مرسته وکړي.

د 580 یورو په اندازه میاشتنۍ تخصیص او عاید ولرئ

د مدني خدماتو سره خدمت او فعالیت کولو له لارې به تاسو وکولی شئ په میاشت کې 580 یورو تخصیص او عاید څخه ګټه پورته کړئ.

له نور کسانو سره لیده کاته وکړئ

تاسو به خپل مدني او ټولنیز خدمت د شلو (20) ځوانو فرانسویانو او مهاجرو په ټیم کې ترسره کړئ. دا په تاسو ته فرصت درکړي چې د خپل همعمره کسانو سره لیده کاته وکړئ او ارتباطات جوړ کړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د یوني سیتې (Unis Cité) سره پدې شمیره 0533510519 اړیکه ونیسئ

مدني او ټولنیز خدمت د 8 میاشتو په موده کې له اکتوبر څخه تر جون پورې، په اونۍ کې 26 ساعته، د شلو (20) ځوانو فرانسویانو او مهاجرو سره په ټیم کې ترسره کيږې (د فرعي محافظت یا اجتماعي مهاجرت اسناد لرونکي کسان هم منل کیږي).

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Unis-Cité