د دندې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ
سره له le programme Levier سره

د دندې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ

سره 
له le programme Levier سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 25 avr. 2022

دا څه شی دی؟

د لیورLEVIER پروژه د شرکتونو د یوې شبکې په همکاري په بېلابېلو سکتورونو او برخو کې له 2 میاشتو څخه تر 24 میاشتو پورې د عمومي ملاتړ وړاندیز کوي، لکه (توزیع، لوژیستیک، ترانسپورت، خدماتو...)

زمونږ وړاندیزونه کوم دې؟

په فرانسه کې د کارې نړۍ په اړه ښه پوهیدو لپاره دوه میاشتني روزنه:

- د سوداګرۍ نړۍ او شرکتونو په اړه د معلوماتو ورکشاپونه؛

- د سي وي جوړونې، پوښښ لیک لیکني، او مسلکي مرکو زده کړې ورکشاپونه؛

- د مسلکي فرانسوي ژبي کورسونه؛

- ابتدايي کمپیوټرې یا معلوماتي ټکنالوژۍ زده کړي؛

- د دندې په لټون کې ملاتړ؛

- ستاسو په اداري پروسیژرونو کې ملاتړ.

دا د چا لپاره دی؟

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 60 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 60 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

د شخصي ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ

تعلیمي پروګرام ستاسو د تعلیمي او فرانسوي ژبې کچې، ستاسو هیلو او اړتیاو او ستاسو مسلکي پلان او پروژې مطابق تنظیم شوی.

یو ټیم له تاسو سره د دندې لټون، اداري طرزالعملونو او د کور لټون پورې اړوند ډیری موضوعاتو کې مرسته کوي.

له شرکتونو سره په اړیکه کې شئ

تاسو د شرکت له کارمندانو سره ملاقات کوئ چې له هغو سره به خبرې اترې کوئ، هغوی به له تاسو سره ستاسو په طرزالعملونو کې مرسته کوي، تاسو ته به د خپلو مسلکونو او خپل شرکت په هکله معلومات درکوي او پدې سره به تاسو د یوې مسلکي شبکې د جوړولو پیل وکړئ.

د ښووني او رهنمای پروګرام کې برخه واخلئ

د LEVIER لارښود پروګرام سره، تاسو به د شرکت کارمند سره د جوړه په توګه کار وکړئ. دا سړی به ستاسو سره د کار یا روزنې په لټه کې وي، تاسو به ستاسو په هڅو کې هڅوي او تاسو ته به اجازه درکړي چې شبکې ته لاسرسی ومومئ. تاسو به وکولی شئ له دې کس سره اړیکه جوړه کړئ، خپل فرانسوي ښه کړئ او په فرانسه کې د کار نړۍ په اړه نور معلومات زده کړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

زموږ سره اړیکه ونیسئ

د بريښنالیک له لاري:

manon.demoulliers@reseau-lepc.fr یا levier@gas.asso.fr

یا مونږ ته په لاندې شمیرو زنګ ووهئ:

0142110795 -0764728518

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
8 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
LepC

Les entreprises pour la Cité