مهم معلومات
د .....................سره l'accompagnement UniR
په نښه شوي خلک
قیمت
خپلې زده کړې له سره پیل کول
دا څه دي ؟
دا کډوالو او پناه غوښتنوکو کسانو لپاره د هغوی په تعلیمي او اکاډیمک مسیر کې د شخصي ملاتړ یومرستندوۍ پروګرام دی.
ددې پروګرام فعالیتونه په په مختلفو مراحلو کې تنظیم شوي:
په اصلي هیواد کې د ګډونکونکو سابقه او د هغوی تعلیمي معیار او سویه معلومول
د فرانسوې ژبې کچه ارزول
په ګډه سره د اینده پلان او پروژه ترتیب او جوړول: د فرانسوې ژبې زده کول، پوهنتون کې داخله کول، یو مسلکي روزنه ترسره کول...
دا پروګرام تاسو ته د بهترینو انتخابونو په اړه مشوري درکوي چې ستاسو لپاره مناسب وي.
همدارنګه، یونر پروګرام له تاسو سره په اجراآتو کې مرسته کوي: ددوسي په ترتیبولو، ثبت نام کولو، د یوې مصاحبي لپاره اماده ګي نیول، د سي وي په جوړولو کې مرسته کول...
کوم زده کونکي چې د ملاتړ له دې پروګرام څخه ګټه پورته کوي عبارت د له کډوالو چې د مهاجرت سیاسې یا اجتماعې اسناد ولرې او همدارنکه پناه غوښتونکي چې د ایل- د-فرانس (Ile-de-France) په سیمه کې ژوند کوي، او لږتر لږه د BAC یا 12 صنف زده کړې کړې وي، اوهمدارنګه لږترلږه په فرانسوي کې A1 کچه ولري.
یونر UNIR څه شی دی؟
یونر UNIR د مهاجرینو او پناه غوښتونکو سره د دوی په علمي ادغام کې ملاتړ کوي.
د شخصي ملاتړ پروګرام سره تاسو د خپلو زدکړو د بیا پيل کولو او مسلکي لارښودنو او فرانسوي کورسونه په موخه ورکشاپونه چمتوکوې، یونر UNIR غواړي په فرانسه کې ساتسو مسلکې پیشرفت او ادغام ته وده ورکړې.
یونر UNIR د پراخې اقتصادي اغیزو سره د عمومي ګټو پروژه ده: د تعلیم له لارې ګډون او شمولیت ګټورو مسلکونو ته خلاصه دروازه ده.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د یونر UNIR لخوا چمتو شوي ملاتړ د نوم لیکنې پروسه اسانه کوي، چې ځینې وختونه تعقیب یې پیچلي وي.
زموږ ټیم د هر شخص لپاره د هغوی د وضعیت او اړتیاو مطابق د ممکنه لارو چارو په اړه معلومات او ځان خبروي. دا کار زده کونکو ته اجازه ورکوي چې د خپلو مسلکي پروژو لپاره ترټولو مناسب پرګرام ومومي.
په یاده برخه کې د ټولنې پیاوړو تجربو ته په کتو، ټولنه هڅه کوي زده کونکو ته د دوی د امکاناتو په اړه تر ټولو غوره معلومات او ملاتړ برابر کړي.
څنګه یې وکړو ؟
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ موږ ته په دې اړیکه (contact@uni-r.org) بریښنالیک پیغام واستوئ یا موږ ته په 0767140263 شمیره تلیفون وکړئ.
زموږ ویب پاڼې ته لاړ شئ: دلته کلیک وکړئ
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
16 مرسته کونکي فعالیت کوي