خپله سوداګرۍ، کاربار یا ټولنه رامینځته کړئ او یا پراختیا ورکړئ
سره د les Incubateurs THSN سره

خپله سوداګرۍ، کاربار یا ټولنه رامینځته کړئ او یا پراختیا ورکړئ

سره 
د les Incubateurs THSN سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 14 janv. 2022

دا څه شی دی؟

په مونتخوی (Montreuil) کې انکیوبیٹر د کډوالو سره د دوی د سوداګرۍ، شخصي کاروبار یا ټولني پروژې پرمخ وړلو کې مرسته کوي اود نړیوال محافظت څخه ګټه پورته کونکو مهاجرو سره د هغوی د خپلواکۍ او کار موندنې په لور ملاتړ او مرسته کوي.

د 9 میاشتو دا برنامه پنځلسو (15) پروژه لرونکو کسانو ته د مرستي او ملاتړ وړاندیز کوې :

  • ترڅو دهغوی د خپلو پروژې رامینځته کولو او یا پلي کولو لپاره اړین وسایل او امکانات ترلاسه کړي،
  • په بیلابیلو برخو کې د متخصصینو او متشبثینو شبکه رامینځته کړي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
موده

9 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
موده

9 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

د کار کولو ځای ته لاسرسی

تاسو به وکولی شئ په سینټ ډینس Saint-Denis او مونتخوی Montreuil کې د کارکولو ځایونو ته لاس سرسی ومومئ چې د غوڼدو جوړولو او مسلکي غونډو کوربه توب لپاره په وسایلو سمبال شوي.

د 9 میاشتو انفرادي ملاتړ برنامه

  • انفرادي ملاتړ او لارښوونه
  • په بیلابیلو موضوعاتو کې ورکشاپونه او ډله ییزه یا ګروپي روزنه لکه: میتودولوژي، پانګونه، اړیکي، بازارموندنه اوداسي نور...
  • د متخصصینو او مسلکي کسانوسره اړیکې نیول: له 100 څخه ډیر ماهرین او مسلکي کسان ستاسو په اختیار کې دي ترڅو له تاسو سره په مختلفو موضوعاتو کې مرسته وکړي، لکه قانوني، اداري، محاسبه، سوداګریزې لیدنې اوداسي نور...

له بیلا بیلو شبکو سره غوڼدي

موږ ستاسو د پروژو د پرمختګ په موخه غوڼدې تنظیم کوو ترڅو تاسو وکولای شئ له مناسبو او اړونده کسانو سره ووینئ چې د پروژې په پرمختګ کې له تاسو سره مرسته وکولای شي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

ایا تاسو غواړئ چې ځان راجستر او نوم لیکنه وکړئ؟

زموږ په ویب پاڼه کې د راجستریشن یا نوم لیکني فورمه ډکه کړئ: https://candidature.la-ruche.net/candidater/incubateurs-THSN

مهم

د نوم لیکني یا رجستر کیدو لپاره هیڅ نوع دوسیه شتون نلري، کله چې فورمه بشپړه کړئ، موږ به له تاسو سره اړیکه ونیسو او لیدنه ترسره کړو او ستاسو د پروژې په اړه به بحث وکړو.

تاسو پوښتنې لرئ؟

تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ:

  • د بریښنالیک له لارې incubateurs.thsn@gmail.com
  • یا 0148675929 / 0756836061 ته زنګ ووهئ.

په مسینجر کې له مونږ سره د اړیکي نیولو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼې ته مراجعه وکړئ: https://www.facebook.com/incubateurs.thsn .

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
La Ruche

La Ruche